محمد قاسم حليمي د حج او اوقافو وزارت چارسمبال وټاکل شو 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش نن ورځ په رسمي ډول محمد قاسم حليمي  د حج او اوقافو وزارت چارسمبال يا سرپرست وزير معرفي کړ. 

نننۍ ناسته کې د ارشاد حج او اوقافو وزارت لخوا د پخواني وزير مولوي عبدالحکيم منيب فعاليتونه وستايل شول او ستانيه ليک ورکړل شو. 

نوي چارسمبال  وزير ويلي دي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت به د عصري سيستم له لارې د حج پروسه پرمخ يوسي او د وزارت په چوکاټ کې به د زکات اداره فعاله کړي.