له افغانستانه د فرانسې غوښتنه؛ هغه طالبان مه خوشي کوئ چې فرانسويان يې وژلي دي 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، د فرانسې حکومت له افغان حکومت غوښتي دي چې هغه درې طالب بنديان دې نه خوشي کوي، چې افغانستان کې يې فرانسويان وژلي  وو. 

د بي بي سي د خبر اړوند، په وژل شویو فرانسویانو کې د بيټينا ګوېزلارډ په نوم هغه فرانسوۍ مېرمن هم شامله ده چې افغانستان کې يې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته کار کاوه او د ۲۰۰۳ کال په نومبر کې د دوو موټرسایکل سپرو له لوري په غزني کې ووژل شوه او طالبانو يې د وژلو مسوولیت منلی و.

دغه درې طالب بنديان د هغه څلور سوه طالب بنديانو په ډله کې شامل دي، چې د سولې مشورتي لويه جرګه کې يې حکومت ته د خوشي کېدو مشوره ورکړل شوه او ولسمشر غني يې د خوشي کېدو فرمان ورکړ. 

د دغو بندیانو نومونه نه دي په ډاګه شوي خو د فرانسویانو په وژلو کې د لاس لرلو له امله د افغانستان محاکمو مجرم بللي دي.