ټاکل شوې وه نن ورځ بين الافغاني خبرې پيل شي، خو د يوې ناڅرګندې مودې پوري وځنډېدې 

روهي (يوه نۍ/۲۶ د زمري)، ټاکل شوې وه چې نن ورځ د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې پيل شې، خو دغه خبرې د يوې ناڅرګندې مودې پوري ځنډېدلې دي. 

تر اوسه د خبرو د ځنډ لامل نه دی په ګوته شوی، خو د حکومت له خوا د ټولو ۴۰۰ طالب بنديانو  نه خوشي کول، د تاوتريخوالي زياتوالی، پر يوې او بل نيوکې هغه لاملونه ښوودل کيږي چې بين الافغاني خبرې يې ځنډولې دي. 

د حکومت د مرکچي پلاوي يو غړي غلام فاروق مجروح رسنيو ته ويلي  دي چې تر اوسه مالومه نه ده چې بين الافغاني خبرې به کله پيل شي، خو په همدې اوونۍ کې يو پلاوي دوحې ته د بين الافغاني خبرو د پيل په پار ځي.