ولسمشر غني: که د سولې خبرې ناکامې شې نو مرګوني پايلې به ولري 

روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، واشنګټن پوسټ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني يوه لېکنه خپره کړې ده، چې د سولې خبرو، طالبانو، راتلونکي نظام، ۴۰۰ طالب بنديانو او يو شمېر نورو مسايلو په اړه په کې ويل شوي دي. 

ولسمشر غني دغه مقاله کې لېکلي دي چې که چېرې طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې شي نو بله ټاکنه شتون نه لري؛ پايلې به يې دومره مرګونې وي، چې افغان ولس او نړيواله ټولنه به يې د سرته رسولو وړتيا ونه لري. 

ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بنديانو خوشي کېدل هم خطرناک بللي دي او لېکلي دي چې د سولې په بيه افغان ولس دې سره هم هوکړه وکړه چې په درندو جرمونو محکوم ۴۰۰ زندانيان دې ازاد شي. 

بيا له بلې خوا طالبانو په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې اوسني حکومت د يو نظام په ډول په رسميت نه پېژني او د سولې خبرو وروسته به يې هڅه افغانستان کې د يو اسلامي نظام جوړول وي.