عبدالله عبدالله د حکومت مرکچي پلاوي سره وکتل 

روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په سپيدار ماڼۍ د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي سره کتلي. عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې دغه پلاوی به د خبرو پر ميز د افغان ولس د ۱۹ کالونو ورکړې قربانيو دفاع کوي. 

د مصالحې عالي شورا مشر همدا ډول ويلي دي چې د حکومت په مرکچي پلاوي کې ټول قومونه شتون لري یاو جوړښت پراخه دی. دی هيله ښوودلې ده چې دغه پلاوی به د افغان حکومت ښه استازېتوب وکړي. 

طالبانو سره د سولې خبرو مرکچي پلاوي او عبدالله عبدالله په دې ټېنګار کړی دی چې وسله والو طالبانو سره د خبرو پر مهال بايد پر تل پاتې اوربند ټېنګار وشي. 

تمه ده چې د ۴۰۰ طالب بنديانو له خوشي کېدو وروسته به د حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې د څو ورځو دننه پيل شي.