له ايران يې وینزویلا ته تېل لېږدول؛ امريکا څلور سترې ايرانۍ بېړۍ نېولې دي

روهي (نۍ/۲۵ د زمري)، امريکا متحدو ايالتو حکومت ويلي دي چې له ايرانه وینزویلا ته پلار يې د ايران د تيلو څلور بېړۍ، چې  ۱۱ لکه بېلرونه تېل په کې وو، نېولې دي. 

د امریکا عدليې وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د ايران له خوا وینزویلا ته د ايران د تېلو لېږد، پر ايران د امريکا د لګول شوي اقتصادي بنديزونو خلاف عمل دی او دوی بريالي شول چې مخه يې ونېسي. 

متحدو ايالتو په دې اړه چې يادې ايرانۍ بېړۍ يې کله او چېرته نېولې دي، مالومات نه دي ورکړي. په ورته وخت کې د وینزویلا کې د ايران سفير ويلي دي چې يادې بېړۍ دوی پورې اړه نه لري. 

ايران او امريکا له تېرو څو لسيزو سره په سياسي او اقتصادي کړکېچ کې دي، چې پر ايران د متحدو ايالتو بنديزونو د ايران اقتصادي وضعيت ګډوډ کړی دی.