حکومت د ۴۰۰ طالب بنديانو له ډلې ۸۰ کسان ازاد کړل 

روهي (جمعه/۲۴ د زمري)، د ملي امنيت شورا يه يوې خبرپاڼې کې ويلي دي، جې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تیره ورځ د څرخي پله له زندان څخه ۸۰ تنه طالب بندیان خلاص کړل. یاد کسان د هغو ۴۰۰ کسیز لست له ډلې دي، چې خلاصون یې مشورتي لويې جرګې تایید کړي او حکومت ته یې په دې اړه  د اقداماتو صلاحیت سپارلی و، څو د سولې هڅې چټک، مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل او یو دایمي او سراسري اوربند قایم شي.

ټولو ازادو شویو بندیانو قسم کړي، چې تر خوشې کیدو وروسته به سوله ییز ژوند پیلوي او د افغانستان د خلکو خلاف به بیا جګړه نه کوي.

پایدارې او دایمي سولې ته د رسېدو لپاره اړینه ده، چې د سولې نورې خواوې  هم له خپلو مسؤلیتونو او توافقاتو سره سم لازم اقدامات او د وخت له ضایع کولو ډه ډه  وکړي.