د فرمان له لاسليک يې څلور ورځې تېريږي، خو حکومت تر اوسه ۴۰۰ طالب بنديان نه دي خوشي شوي

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، نېږدې څلور ورځې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې مشورتي لويې جرګې د پرېکړه ليک پر اساس هغه څلور سوه طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان لاسليک کړ، چې وړاندې يې په اړه ملاحظات لرل. 

که څه هم د يادو ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان څلور ورځې وړاندې لاسليک شوی دی، خو تر اوسه دغه بنديان د افغان حکومت په زندانانو کې دي او خوشي شوي نه دي. 

ځيني سرچينې وايي چې د نړۍ يو شمېر هېوادونه د يادو ۴۰۰ طالب بنديانو په منځ کې د شپږو څخه تر لسو بنديانو خوشي کېدو سره مخالفت ښيي. 

د سرچينو د مالوماتو پر اساس انګلستان، اسټراليا او امريکا هغه درې هېوادونه دي، چې د شپږو طالب بنديانو خوشي کېدو سره مخالت ښيي.