روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، د پاکستان بهرنيو چارو دفتر په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې د افغانستان حکومت هغه ادعاوې چې پر ډيورنډ کرښه يې غېر قانوني چارې تر سره کړې، حقيقت نه لري.
د يادې ادارې په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې پاکستان د خپل ملي امنيت لپاره د نړيوالو اصولو اړوند پر ډيورنډ کرښه کټارې جوړو او تاسيساتو مو شروع کړي دي.
دغه اعلاميه کې ويل شوي دي، چې پاکستان به افغانستان سره د کرښې په برخه کې ستونزې د سياسي لارو حلوي.
پاکستان په داسې وخت کې دا څرګندونې کړې دي، چې کونړ کې يې پوځيان پنځو ولسواليو کې د تاسيساتو جوړول پيل کړي دي او د ولسواليو خلک يې په دوه برخو سره ويشلي دي.
پاکستان له دې وړاندې هم څو ځلې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په تحريکونکو کړنې لس پوري کړی چې د افغان ولس له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
وروستي