د ولسمشر غني تازه فرمان: د ښځو عالي شورا دې جوړ شي 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تازه فرمان ورکړی چې په پايله کې به د ښځو عالي شورا جوړه شي. اوس مهال د افغان حکومت په چوکاټ کې د ښځو په پار د ښځو چارو وزارت شتون لري. 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې ويلي دي، چې له دغه شورا يې موخه د ښځو ترمنځ يووالی او د نړيوالو او کورنيو ښځو بنسټونو ترمنځ همغږي ښوودل شوې ده. 

دغه شورا کې به د دولتي ادارو ځيني ښځينه  کارمندانې، د ۳۴ ولايتونو ښځينه مرستيالانې، د مدني ټولنې ښځينه فعالنې او نور غړېتوب ولري.