کندهار کې چاودنه؛ څلور وژل شوي او شپږ ټپيان دي 

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، له سويلي کندهار ولايت راپورنه وايي چې نن له غرمي مخکې د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده، چې څلور کسان په کې وژل شوي او شپږ نور په کې ټپيان شوي دي. 

چاودنه د کندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ کې شوې ده. ولايتي مسوولين وايي چې و لسي وګړو موټر په ماين برابر او چاودنه يې وکړهږ د دوی په وينا وژل شوي هم ولسي وګړي دي. 

له دې وړاندې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم تېره اوونۍ ماين چاودنه کې اته کسان وژل شوي وو. د نننۍ چاودنې مسووليت تر اوسه چې په غاړه نه دی اخېستی.