ولسمشر غني او عبدالله د سولې  نوماند وزير (مصطفی مستور) پر سره د نظر اختلاف لري

روهي (پنځه نۍ/۲۳ د زمري)، د حکومت د کابينې په پنځوس سلنه ونډه کې عبدالله عبدالله مصطفی مستور د سولې په چارو کې د دولت وزير معرفي کړی دی خو ولسمشر غني ور سره مخالفت لري. 

د عبدالله عبدالله ډلې ويلي دي چې ولسمشر غني له عبدالله غوښتي دي چې مصطفی مستور په اقتصادي برخو کې کار کولی شي او د سولې وزرت ته بايد يو بل کس معرفي شي. 

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي واک وېش په هوکړه کې د مصالحې عالي شورا عبدالله عبدالله ته ورکړل شوې ده او د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم د مصالحې عالي شورا برخه ده. 

له دې وړاندې د ولسمشر وياند صديق صديقي هم ويلي وو چې د عبدالله عبدالله له خوا د وزيرانو په نوملړ کې د نظر اختلاف شتون لري.