روهي (څلورنۍ/۲۲ د زمري)، د هېواد له ختيځ کونړ ولايته راپورونه وايي چې پاکستاني ځواکونه له ډيورنډ کرښې را مخې ته شوې او د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د پوځي تاسيساتو د جوړولو چارې پيل کړې دي.
ځايي اوسېدونکو او د کونړ د ولايتي شورا يو شمطر غړو رسنيو ته ويلي دي چې د پاکستاني ملېشه ځواکونو د دغه کار په پايله کې، يو شمېر کورنۍ سره وېشل شوې، چې ځيني د نوي تاسيساتو هغه او ځيني دغه خوا پاتې دي.
کابل کې مرکزي حکومت د پاکستاني ځواکونو په دغه تيري چوپ دی، خو ولايتي اداره د يادو کړنو د پخلي ترڅنګ وايي چې د خبرو له لارې د سياسي حل هڅې روانې دي.
پاکستاني ځواکونو له دې وړاندې هم د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار، کټارو او تاسيساتو د جوړولو هڅې کړې وې، چې د ولس له سخت غبرګون سره مخ شوي وو.
وروستي