که سوله راشي نو امنيت هم راځي؟ د سولې او امنيت توپير په څه کې دی؟ 

سوله چې انګلېسي کلمه يې peace او امنيت چې انګلېسي کې ورته security وايي هغه دوه کلمې دي چې تر ډېره په مترادف او ورته ډول کارول کيږي. افغانستان کې هم له طالبانو سره د سولې وروسته ځيني کسان د بشپړ پُرامن افغانستان فکر کوي او ځيني بيا په دې اند دي، چې که چېرې طالبانو سره سوله هم وشي، خو افغانستان به بشپړ امنيت نه وي. دلته د سولې يا peace او امنيت يا security ترمنځ په توپير او وروسته برخه کې يې په افغانستان کې په شتون، ډول او وضعيت يو څه رڼا اچو. 

۱- سوله يا peace:  د سولې لنډ تعريف دا دی؛ هغه وضعيت او وخت چې جګړه په کې نه وي او يا په کې جګړه پای ته رسېدلې وي. سوله هغه هوکړې ته وايي چې د هغه دوه يا له دوه ډېرو لوريو ترمنځ چې له وړاندې سره په دښمنۍ او جګړه کې وو، جګړه او دښمني پای ته ورسوي. 

۲- امنيت security: له خطر او ګواښ څخه خوندي وضعيت ته امنيت وايي. امنيت يې له اندېښو او خطرونو خوندي احساس ته وايي. امنيت ملموس دی. 

جګړه له امنيت او سولې سره تړلي دي. د امنيت او سولې لومړی توپير دا دی چې خلک، دولتونه او يا هم ډلې د امنيت په پار د سولې په بيه جګړه کوي. مطلب دا چې سوله د امنيت يوازې يو حالت دی. سوله د امنيت څلور درجې لري: ۱- ښايي سوله وي خو امنيت نه وي؛ ۳- ښايي سوله وي خو نيمه امنيت وي؛ ښايي سوله او يو مناسب امنيت شتون ولري؛ ۴- او بل دا چې ښايي سوله او امنيت دواړه په بشپړ ډول شتون ولري. 

سوله هغه بهير دی چې جګړه په کې له منځه ځي؛ خو سوله په دې مانا نه ده چې امنيت هم بايد ور سره په بشپړ ډول راشي. سوله کې ښکېلې خوا چې له جګړې د سولې وضعيت ته راځي مالومې وي، خو بيا په امنيت کې هغه خواوې چې د امنيت د نشتون، ګډوډۍ او ګواښ سبب کيږي تر ډېره ناڅرګندې وي. د امنيت يوې خوا ته حکومت او قانون او بلې خوا ته يې نامالوم او په ګڼ شمېر کسان شتون لري. 

که چېرې د سولې او امنيت ترمنځ پورته توپيرونه په پام کې ونېسيو، نو د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سوله د بشپړ امنيت په مانا نه ده، خو دا شونې ده چې د يادې سولې په شتون کې د امنيت او سولې د پورته څلورو وضعيتونو څخه يو وضعيت حاکم شي. 

د سولې هوکړې وروسته به جګړه پای ته ورسيږي خو بيا امنيت داسې مساله ده چې که چېرې جګړه شتون ولري او يا جګړه شتون ونه لري، امنيت په يو بل وضعيت کې وي. ځيني وخت د سختې جګړې پر مهال هم امنيت وي خو ځيني وخت د جګړې په نشتون کې هم امنيت نه وي. 

سوله او امنيت په خپلو منځونو کې سره تړلي دي او بيا جګړې پر دواړو منفي اغېز کړی دی، نو پايله کې ويلی شو چې افغانستان کې د جګړې په پای ته رسېدو سره سوله راځي او د سولې په راتګ سره يو نسبي امنيت منځ ته راتللی شي.