روهي (څلورنۍ/۲۲ د زمري)، د بښنې نړيوالې سازمان په خپلې ټوېټر پاڼې د افغان حکومت له خوا د يو شمېر طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه انديښنه ښوودلې ده. اعلاميه کې ويل شوي دي، چې د جنګي جنایتونو حساب کتاب دې وشي.
دغه سازمان نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د سولې پروسه باید شفافه وي او د جګړې د قربانیانو موضوع باید له پامه ونهغورځول شي.
طالبانو له وړاندې ويلي وو چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوي تړون کې د پنځه زره طالب بنديانو خوشي کول شامل دي، او پر خوشي کېدو يې ټېنګار درلود.
د طالب بنديانو د ۵زره کسيز نوملړ په منځ کې ۴۰۰ بنديان جنجالي وو، چې حکومت يې د خلاصون په پار مشورتي لويه جرګه را وغوښته. د جرګې د مشورې پر اساس ولسمشر غني د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان لاسليک کړ.
امريکا او يو شمېر افغان سياسيونو، سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت له خوا د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو د پرېکړې هرکلی شوی دی او د بين الافغاني خبرو لپاره مثبت ګام بلل شوی دی.
وروستي