روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د سولې مشورتي جرګې او مصالحې عالي مشر ډاکتر عبدالله عبدالله لېدو ته تر سپيدار ماڼۍ ورغلی وو.
ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې دې لېدنه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي ده او افغان ولس د سولې مشورتي لويې جرګې د بريالي پای ته رسېدو مبارکي ويلې ده.
کرزي ويلي چې د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړې د افغان ولس او سولې په ګټه دي او هيله يې ښوودلې ده چې حکومت او د مصالحې عالي شورا به يادې پرېکړې پلې کړي.
د سولې مشورتي لويې جرګې مشر ډاکټر عبدلله عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي مننه کړې چې له جرګې يې ملاتړ وکړ او په وروستۍ ورځې يې په کې ګډون او وينا وکړه.
وروستي