ولسمشر غني د سولې مرکچي پلاوي ته: تاسې طالبانو سره د يوې تلپاتې او باعزته سولې په اړه خبرې کوی 

روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل.

ولسمشر غني دوی ته ويلي، "د سولې مشورتي لویه جرګه کې زموږ سیاسي قوت ټولو ولید او نړۍ په یوه لیدلوري او قوت ستاسو ملاتړې ده او دا ستاسو لپاره لویه پانګه ده. هغه زیاته کړه، د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لپاره د سولې تګلاره وټاکله او موږ  یې تحقق ته ژمن یوو."

نوموړي د خپلو خبرو يوې بلې برخه کې زياته کړې، "موږ سولې ته ژمن یوو او د دې لپاره مو عملي هڅې او اقدامات کړي او موخه مو داده چې جګړه په اساسي توګه پایته ورسېږي. هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مذاکره کوونکی پلاوی د طالبانو ډلې سره د تلپاتې او باعزته سولې لپاره چې د خلکو غوښتنه ده، مذاکرات کوي."

د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر اساس ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی د راتلونکې پنځه نۍ په ورځ د محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ دوحې ته لاړ شي او طالبانو سره د خبرو لومړۍ اجنډا به يې اوربند وي.