روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، د مصالحې عالي شورا چارواکي چې مشري ډاکټر عبدالله عبدالله کوي، د بين الافغاني خبرو د ژر پيل وايي. د مسوولين په وينا چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرو اصلي اجنډا تل پاتې اوربند دی.
د يادې شورا وياند فريدون خوځون په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "اجنډا له وړاندې ټاکل شوې ده. د مذاکراتو په ځای هم هوکړه شوې ده. زموږ لومړۍ اجنډا د تلپاتي اوربند اعلان دی چې په دې اړه به خبرې وکړو."
د مصالحې عالي شورا اړوند، په نېږدو ورځو کې د بين الافغاني خبرو کره نېټه اعلان شي. ټاکل شوې ده چې افغان حکومت او طالبان د سولې لومړۍ خبرې د قطر پلازمېنې دوحه کې کوي.
تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د پاتې ۴۰۰ هغه طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان هم لاسليک کړ، چې طالبانو د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره شرط بللو.
طالبانو ژمنه کړې ده چې که چېرې ۴۰۰ طالب بنديان يې ازاد شي، نو د درېيو ورځو دننه به افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي.
وروستي