ارګ يې راپور رد کړی؛ بي بي سي ويلي وو چې ۴۰۰ طالب بنديانو کې ۴۰ بهرنيان دي 

روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، ولسمشرۍ ماڼۍ د بي بي سي هغه راپور رد  کړی دی چې ويلي وو په ۴۰۰ طالب بنديانو کې ۴۰ بهرني وګړي شامل دی. 

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ملي تلوېزیون ته وویل چې په هغو ۴۰۰ طالب بندیانو کې هیڅ بهرنی وګړی نشته چې د مشورتي لویې جرګې له پرېکړې وروسته به خوشې شي.

د سولې مشورتي لويې جرګې حکومت ته مشوره ورکړه چې د بين الافغاني خبرو د پيل او د سولې په پار دې د طالبانو ۴۰۰ بنديان له زندان ازاد کړي. 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې هغه فرمان لاسليک کړ، چې له لارې به يې ۴۰۰ طالب بنديان خوشي شي.