د سولې خبرې پېلوي؛ د معصوم ستانکزی په مشرۍ افغان مرکچي پلاوی سبا دوحې  ته ځي 

روهي (درې نۍ/۲۱ د وږي)، د يو شمېر سرچينو د مالوماتو پر بنسټ، ټاکل شوې ده چې طالبانو سره افغان مرکچي پلاوی به سبا دوحې ته لاړ شي. تېره ورځ د دغه پلاوي د کرونا ويروس ازموينه شوې. 

د ولسمشر د وياند مرستيال داود خان مينه پال رسنيو ته ويلي دي چې د افغان حکومت مرکچي پلاوی د سولې خبرو د پيل لپاره پوره چمتوالی لري. 

تمه ده چې د ۴۰۰ طالب بنديانو په خوشي کېدو سره به د درېيو ورځو دننه د قطر پلازمينې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې پيل شي.