
روهي (درې نۍ/۲۱ د زمري)، تېره ورځ د کابينې په ناسته کې چې د ولسمشر محد اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه، د روان ښوونيز کال د دولتي او خصوصي ښوونځيو طرحه تصويب شوه.
د دغه طرحې اړوند، کابینې د دولتي ښوونځيو د یوولسم او دولسم ټولګیو، د شپنیو لېسو له اووم تر دولسم ټولګیو او د خصوصي ښوونځیو له لومړي تر دولسم ټولګیو پورې د حضوري درسونو د پیل په اړه د کابینې طرحه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي دستورالعملونو په رعایت کولو سره د ۱۳۹۹ کال د وږي میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تصویب کړه.
هېواد کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه رخصت شوي وو. که څه هم افغانستان کې اوس هم هره ورځ د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبتيږي، خو بيا هم چارې عادي وضعيت ته را ګرځېدلې دي.