صالح: د ۴۰۰ طالب بنديانو خوشي کول ترېخه پرېکړه ده 

روهي (يوه نۍ/۱۹ د زمري)، د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح د سولې مشورتي لويې جرګې د هغه پرېکړې په اړه، چې حکومت ته د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو مشوره ورکوي، لېکلي دي چې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو پرېکړه يو تريخ تصميم دی. 

صالح د ولسمشر غني له خولې پر خپل ټوېټر لېکلي دي، "دا يوه ترېخه پرېکړه ده چې ۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړو. خو زه دغه کار د خپل ولس د هغې پرېکړې پر اساس چې لويه جرګه کې يې وکړه تر سره کوم."

صالح د ولسمشر غني خبرې راخېستې دي او لېکلي دي چې د ۴۰۰ طالب بنديانو له خوشي کېدو وروسته د طالبانو نوبت کيږي چې د خبرو مېز ته کيني او اوربند وکړي. 

د ولسمشر لومړي مرستيال پر خپلې ټوېټر پاڼې لېکلي دي چې اوس مهال د سولې خبرو لپاره هېڅ ډول خنډ او بهانه پاتې نه ده. 

د يادونې ده چې نن ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې په وروستۍ ورځ ولسمشر غني وويل چې د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کولو فرمان به لاسليک کړي.