برېد کوونکې ميرمنې له بلقیس روشن څخه بښنه غوښتي

روهي (نۍ/۱۸ د زمري)، د سولې مشورتي لويې جرګې رییس، ډاکټر عبدالله عبدالله نن ورځ په خبري غونډه کې وېلي، په خواشينی سره د بلقيس روشن په وړاندې کوم فیزیکی غبرګون چې ولسي جرګه کې شوی، مونږ ته د منلو وړ نه دی، هغې ته باید اجازه ورکړل شوې وای تر څو خپل لېد يې په آزاد ډول سره بیان کړی وی.

ښاغلي عبدالله ورزیاته کړه، کومې ميرمنې  چې په بلقیس روشن فزیکی برېد کړی هغه د د لويې جرګې د سمون برخې له رضاکارانو څخه ده، او د بلقیس روشن څخه يې بښنه غوښتې ده.
همدارنګه عبدالله عبدالله وويل، که مونږ خپلو منځونو خبرې او نظم په دې ډول وي، نو بین الافغاني مذاکرات به څه ډول کوو.

خو له بلې خوا، د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې عمومي ریس ریاض آرین وايې، د يادې پېښې نه خواشېنی دی، خو نوموړې ښځه د دوی له کارکوونکو څخه نه ده او د یادې مسلې په هکله دې څېړني وکړي.