ولسمشر غني: که ۴۰۰ طالب بنديان خوشي کړو په درېيو ورځو کې بين الافغاني خبرې پیليږي

روهي (جمعه/۱۷ د زمري)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن ورځ کابل کې د سولې  مشورتي لويه جرګه کې په وينا کې ویلي دي چې طالبانو د بين الافغاني خبرو پيل لپاره د ۴۰۰ پاتې بنديانو خوشی کېدل شرط اېښی. 

غني ويلي چې طالبان وايي چې که چېرې ۴۰۰ بنديان يې خوشي شي نو په درېیو ورځو کې بين الافغاني خبرې پيلوي او که چېرې خوشي نه شي نو تاوتريخوالی به زيات کړي. 

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي چې د سيمې هېوادونو مشران سره يې خبرې کړې دي او په دې سره غږېدلي دي چې د افغانستان د سولې بيهر او اقتصادي ودې کې برخه واخلي. 

د سولې مشورتي لويې جرګې مشري دا ځل د مصالحې عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله ته سپارل شوې ده.