
روهي (جمعه/۱۷ د زمري)، ولسي جرګه کې د فراه استازې بلقيس روشن نن ورځ د سولې مشورتي لويې جرګې په تالار کې د ولسمشر محمد اشرف غني د خبرو پر مهال د ګډوډۍ هڅه کوله چې تالار واېستل شوه.
نوموړي د جرګې په تالار کې (طالبانو ته باج) مه ورکوئ شعار ورکولو او همدا ډول يې ياد شعار په لېکلي بڼه پورته کړی وو.
همدا ډول د ولسمشر غني د خبرو پر مهال د جرګې يو بل غړي د ګډوډۍ هڅه وکړه چې د جرګې د سمون مسوولينو يې مخه ونېوله.