ډاکټر عبدالله: د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو/نه خوشي کېدو په اړه مونږ ته پرېکړه سخته ده 

روهي (جمعه/۱۷ د زمري)، د ملي روغې - جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لويې جرګې مشر هم وټاکل شو. نوموړي د لويې جرګې ګډونوالو ته په وينا کې وويل، چې هيله لري ترڅو د لويې جرګې د مشورې  پر اساس دوی ته د ۴۰۰ طالب بنديانو په اړه پرېکړه اسانه کړي. 

ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلې وينا کې ويلي دي، چې د ۴۰۰ طالب بنديانو پر اړه له مشورې وروسته د بين الافغاني خبرو له لارې شته خنډونه لېرې شي. 

نوموړي له پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرشيد دوستم، محمد کريم خليلي او د هېواد له يو شمېر نورو سياسي څېرو هم مننه کړي، چې د سولې مشورتي لويې جرګې له جوړېدو يې ملاتړ کړی. 

د سولې مشورتي لويه جرګه نن ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني په وينا په رسمي ډول پيل شوه، چې تر سبا ورځې به دوام وکړي.