ام ټي اِن شرکت افغانستان کې خپل فعاليت بندوي 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د زمري)، د ام ټي اِن نړيوالې شرکت په يوې اعلاميې کې ويلي دي چې پرېکړه يې کړې ده ترڅو په افغانستان او منځني ختيځ کې خپل فعاليتونه محدود کړي او د يوې اوږد مهاله کړنلارې په ترڅ کې يې بند کړي. 

دغه شرکت وروسته له هغې دا پرېکړه کړې ده، چې افغانستان او منځني ختيځ کې وسله والو ډلو ته د دغه شرکت له خوا د پيسو د ورکړې شکايتونه ثبت شول. 

پر ام ټي اِن تور دی چې افغانستان کې يې طالبانو او القاعده ډلې ته تر اوسه په دې پار نېږدې سل مېلېونه امريکايي ډالر ورکړي دي، چې د دوی پايې او نورو وسايلو ته زيان ونه رسوي. 

په افغانستان کې د امريکايي وژل شوي  پوځيانو  کورنيو دا شکايت هم کړی دی چې ياد شرکت افغانستان کې د شپې پر مهال خپل انټونه د وسله والو د ګواښونو پر اساس خاموش ول، چې له امله يې د امريکايي پوځيان په عملياتو کې خنډونه رامنځ ته کړي. 

د افغانستان مخابراتو وزارت کې د اټرا اداره وايي چې په دې اړه دوی ته تر اوسه په رسمي ډول خبر نه دی ورکړل شوی او که بيا هم ام ټي اِن دا پلان لري، نو پلي کول به يې کالونه وخت ونېسي.