هرات کې سږ کال ۵۹ سلنه نجونو کانکور ازموينه ورکړه 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د زمري)، د نورو کالونو په پرتله سږ کال هرات ولايت کې د کانکور ازموينې د نارينه زده کوونکو څخه د نجونو شمېر ډېر وو. ۵۹ سلنه نجونو هرات کې د کانکور ازموينه  ورکړې. 

د هرات پوهنتون رئيس عبدالله فايز رسنيو ته ويلي چې سږ کال د هرات ولايت د ښوونځيو ۱۳ زره فارغينو د کانکور ازموينه کې برخه اخېستې وه، چې له نيمي ډېر يې نجونې وې. 

د هېواد لوړو زده کړو وزارت وايي چې سږ کال به ۱۲۵ زره زده کوونکي پوهنتونونو او نيمه لوړو زده کړو موسېسو کې جذب کړي.