تېر ځلې یې رسول سياف مشري کوله؛ دا ځل ښايي معصوم ستانکزی او يا هم عبدالله عبدالله د سولې مشورتي لويې جرګه مشري واخلي 

روهي (پنځه نۍ/۱۶ د زمري)، د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو کمېسيون وايي چې د جرګې د جوړېدو چارې يې بشپړې کړې دي او سبا به دغه جرګه د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا رسماً پيل شي. 

تر اوسه د جرګې مشر نه دی ټاکل شویو خو ويل کيږي چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی او يا هم د مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې د مشورتي لويې جرګې مشر وټاکل شي. 

دغه د سولې مشورتي لويه جرګه د ۴۰۰ طالب بنديانو په اړه را بلل شوې ده چې د هېواد له ۳۴ ولايتونو ۲۴۰۰ کسان چې په تېرې لويې جرګې کې يې غړيتوب درلود، برخه اخلي.