د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په اړه د حامد کرزي غبرګون 

روهي (پنځه نۍ/۱۵ د زمري)، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سولې مشورتي لويې جرګې د جوړېدو په غبرګون کې ويلي دي، چې هيله مند دی ترڅو دغه جرګه د بين الافغاني خبرو د ژر پيل سبب شي. 

د حامدکرزي له دفتره روهي ته په يوې لېږل شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "له اوږدې مودې راهیسې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې رواني دي خو دغه هڅې په مختلفو مراحلو کې له ځنډ او خنډ سره مخ شوې. دا په دواړو خواو کې د افغانانو ملي مسولیت دی چې ژر تر ژره د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر وړاندې هر راز خنډ لرې او د باور فضا رامنځ ته کړي. یوازې د متقابل درک، احترام او باور په فضا کې ریښتیني بین‌الافغاني مذاکرات په هیواد کې تل پاتې سولې ته لار آوارولی شي.

په پام کې ده چې د روان کال د اسد په ۱۷مه نېټه د طالبانو د اسلامی تحریک د بندیانو د خوشې کېدو په هدف مشورتي جرګه دایره شي. هیله څرګندوم چې دغه مشورتي جرګه یوازې د سولې د ملي حیاتي مرام لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو پر فوري پیل تأکید وکړي او ټول هغه اقدامات تر سره کړي چې تر جرګې وروسته سراسري اوربند تأمین، بین‌الافغانی مذاکرات فوراً پیل او په هېواد کې تل پاتې سوله ټینګه شي.

که چېرې دغه مشورتي جرګه پورتنیو اهدافو ته د رسېدو لپاره اقدامات ترسره کړي، زموږ د ملاتړ او تایید وړ ده او په دې توګه به وکولای شو چې ډېر ژر ګران هېواد افغانستان د استقلال، سولې او ملي حاکمیت خاوند کړو او له هېواده د بهرنیو لاس وهنو او مداخلاتو لمن ټوله کړو."