د غني او صالح ملګرتيا: دوی څنګه سره روان دي؟ 

امرالله صالح په ۲۰۱۴ز کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د تحول او تداوم ټاکنيزې ډلې د مقابل ټيم (اصلاحاتو او همپالنې) مهم غړی وو. صالح د زړه له مينې او په ټول زور عبدالله عبدالله ته کمپاين وکړ خو د نورو ملګرو په شتون کې په دې بريالی نه شو چې عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په څوکۍ کېنوي. صالح او عبدالله عبدالله پرته له دې چې د يو قوم، يوې  ژبې، يو ولايت او يوې سياسي جبهې ملګري وو، د احمد شاه مسعود په تار هم سره نېږدې تړل شوي. 

امرالله صالح هغه وخت د عبدالله عبدالله په ټيم کې هغه کس وو چې مخالفت يې سياسي او د سياسي اخلاقو په چوکاټ کې وو. دی د عطا محمد نور او نورو په ډول ګواښونه او د سياسي اخلاقو لېرې د بغاوت چيغې نه وهلې. 

کله چې ولسمشر غني په ۲۰۱۴ کال ک:ې واک ته ورسېد، ده له ولسمشر غني سره سياسي مخالفت درلود، خو بيا يې هم يو اړخيز قضاوت او خبرې نه کولې. د ولسمشر غني په لومړۍ دوره ولسمشرۍ کې، محمد اشرف غني پنجشير ولايت ته لاړ او هلته يې له هغه کسانو سره خواخوږي وکړه، چې د واورې ښوېدنې له امله مړه او زيانمن شوي وو. هغه وخت صالح پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلې وو، چې ولسمشر غني دا ثابته کړه، چې دی د ټول افغانستان ولسمشر دی. 

که چېرې په لويه کې د امرالله صالح شخصيت ته وکتل شي، نو ښايي چې ځينې ستونزې په شتون ولري، خو په لويه کې يې شخصيت د ملي يووالي او ملي وحدت څراغونه ورکوي. امرالله صالح د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم، د برې پښتونخوا مشرانو سره د افغانيت پر اساس ځانګړې مينه درلوده. 

اوس مهال چې امرالله صالح د ولسمشر لومړی مرستيال دی، نو ملګرتيا يې اوږده، پاکه او د افغانستان د جوړېدو او د واحد افغانستان په پار ښکاري. امرالله صالح د ولسمشر غني په طعبيت او خوی ښه بلد شوی دی. نوموړی له ولسمشر سره داسې روان دی، چې د واحد افغانستان د جوړېدو هيله په کې ښکاري. 

امرالله صالح د خبرو لوړه وړتيا لري. له نورو ناستو وراېخوا، ولايتي سفرونو کې د ولسمشر غني او امرالله صالح ملګرتيا مصالحتي او اجباري نه، بلکې  د دوستۍ او ډاډ ملګرتيا ده. صالح په هغه ناستو کې چې ولسمشر غني په کې شتون ولري، په داسې ډول خبرې کوي، چې ولسمشر غني ته د يو مشر، سپين ږيري او جمهوررئيس په سترګه ګوري.

صالح د خبرو لوړ نزاکتونه ساتي؛ خپل او د نورو موقف په پام کې نيسي. صالح په امنيتي برخه کې له لوړې تجربې ور اېخوا، اوس په دې کار کوي چې د افغان په نوم وېشل شوی افغان ولس سره ټول کړي. ده ته اوس غازي امان الله خان او احمد شاه مسعود داوړه اتلان دي. صالح د قومي او ګوندي توپيرونه ځان لېرې کړی دی. 

ولسمشر محمد اشرف غني او لومړی مرستيال امرالله صالح د رسمي حکومتي اړيکې وراېخوا، اوس د افغان ژغورنې په پار د ملګرتيا په تار سره تړل شوي دي، چې اوږد مهاله ښکاري.