ملي دفاع وزارت: هيواد ته د باندنيو داعشيانو د ليږدولو مسوول ونيول شو

روهي پنځه نۍ/۱۶ د زمري)، ملي دفاع وزارت تېره ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې افغانستان ته د داعش ډلې د باندنيو غړو د لېږدولو مسوول يې په کونړ ولايت کې نېولی دی. 

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې په کونړ ولايت کې کمانډو ځواکونو عملياتو کې د داعش ډلې مهم کس نېول شوی. د نوموړي نوم محمد سعيد ولد محمد افضل ښوودل شوی. 

ملي دفاع وزارت ويلي دي، "نوموړي کس، د بهر نه افغانستان ته د باندنيو ترهګرو د کورنيو د ليږد مسٶليت درلود. هغه همدا راز يو د جلال آباد د وروستې بريد له طراحانو څخه دى."