مير رحمان رحماني: د مشورتي لويې جرګې جوړل له  قانون سره ټکر کې  مساله ده 

روهي (څلورنۍ/۱۵ د زمري)، د ولسي جرګې مشر مير رحمان رحماني تېره ورځ د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره يو ځای د هېواد له ولسمشر محمد اشرف غني سره د مشورتي لويې جرګې په اړه کتلي دي. 

مير رحمان رحماني پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي چې که څه هم په مهمو ملي مسايلو کې د ولس رايو ته ورګرځېدل مهمه مساله ده خو د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو او يا نه خوشي کېدو په اړه په کار وه چې حکومت له ملي شورا سره ځانګړې ناسته او مشوره کړې وه. 

مير رحمان رحماني ويلي دي چې کله د ملي شورا په ولسي او مشرانو جرګو کې د ولس استازي ګدون ولري نو د بلې هرې ډول جرګې جوړېدل غېر قانوني عمل او کار دی. 

په دې اړه د ارګ په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويل شوي دي، "په دې ناسته کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د جمهوري ریاست عالي مقام دواړو مرستیالانو، د سولې مذاکراتي ټیم مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر هم حضور درلود، جمهوررئیس د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په موخه  د ۴۰۰ طالب زندانیانو د برخلیک په اړه د سولې مشورتي لویې جرګې د رابللو پر اړتیا هر اړخیزې خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني وویل، د سولې په ګډون د مهمو ملي مسایلو په اړه به د ولس او د هغوی د استازو د اجماع او نظریاتو په رڼا کې تصمیم ونیول شي او دغه نننۍ ناسته د دغو مشورو پیل او څرګنده بېلګه ده.  

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح او دویم مرستیال محمد سرور دانش د سولې مشورتي لویې جرګې جوړېدو د میکانیزم په اړه د خبرو پرمهال په دې جرګه کې د ولسي جرګې د غړو رول مهم وباله.

د دغې ناستې په پای کې د ولسي جرګې رئيس د نظام د ملاتړ ترڅنګ په مهمو ملي او برخلیک ټاکوونکو مسایلو کې د ملت مشوره اړینه وبلله او په دې برخه کې یې د لازمو همکاریوو ډاډ ورکړ. "

ولسمشر محمد اشرف غني له  دوی سره ژمنه کړې ده چې د لويې جرګې ور اېخوا به د مشرانو او ولسي جرګو له غړو سره د ۴۰۰ طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه ناستې ولري.