روغتيا وزير: ټول هېواد کې لس مېلېونه کسان په کرونا ويروس ککړ شوي 

روهي (څلورنۍ/۱۵ د زمري)، د هېواد عامې روغتيا وزارت وايي چې د دوی د شوې مالوماتو پر اساس په ټول هېواد کې درېيمه برخه وګړي چې نېږدې ۱۰ مېلېونه تنه کيږي په کرونا ويروس ککړ شوي دي. 

د روغتيا وزارت پر ۱۱۵۰۰ کسانو يوه سروې او معاينه کړې چې له منځ يې نېږدې ۳۰ سلنه کسان په کرونا ويروس ککړ شوي او په دې اساس د تول نفوس درېيمه برخه يا شااوخوا لس مېلېونه کسان په دې ويروس ککړ وو/دي چې ډېر يې بېرته رغېدلي دي. 

عامې روغتيا وزير جواد احمد عثماني ويلي دي، چې د کرونا ويروس د مالوماو بهير د هېواد په نهو زونونو او ۳۴ ولايتونو کې تر سره شوی او کابل هغه ولايت په کې راغلی دی چې نېږدې ټول اوسېدونکي يې په دې ويروس ککړ شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ويروس ثبت شوې مثبتې پېښې شااوخوا ۳۷ زرو ته رسېدلې دي چې نېږدې ۹ زره يې فعالې پېښې دي.