معصوم ستانکزی: د مشورتي لويې جرګې غړي د ۴۰۰ طالب بنديانو د بښلو صلاحيت نه لري 

روهي (څلورنۍ/۱۵ د زمري)، د افغان مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی وايي چې مشورتي لویه جرګه دا حق او صلاحيت نه لري چې نېږدې څلور سوه طالب بنديان وبښي او يا يې هم د خوشي کېدو ووايي. 

معصوم ستانکزي ويلي چې د طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه د مشورتي لويې جرګې غړي په دې برخه کې يوازې حکومت ته مشوره ورکوي او د عبدي حق د بښلو صلاحيت نه لري. 

د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانګزي ويلي دي چې ځيني وخت دا خبرې کيږي چې جرګه د وخت ضايع ده او حکومت پرې پيسې خرڅ کوي خو تر شا يې پټې موخې لري، خو زه په څرګنده وايم چې نه کومې پټې موخې شتون لري او نه هم دا دې وخت ضايع ده. 

په ورته وخت کې د مشورتي لويې جرګې د جوړېدو کمېسيون هو ويلي دي چې دغه جرګه يوازې د نېږدې څلور سوه طالب بنديانو د خوشي کېدو او يا نه خوشي کېدو په برخه کې حکومت ته مشوره او سلا ورکوي. 

د افغان حکومت د مسوولينو په وينا چې د طالبانو په پنځه زره کسيز نوملړ کې ۴۰۰ زندانيان هغه کسان دي چې په  وژنو، د نشه يي توکو په قاچاق، انسان تښتونې، اداري او مالي فساد کې ککړ دي او په ځينو يې د اعدام حکمونه هم شوي دي. 

د شااوخوا ۴۰۰ طالب بنديانو د برخيلک په اړه مشورتي لويه جرګه د راتلونکې جمعې او شنبې په ورځو کابل کې جوړيږي، چې له ټول هېواد ۳۲۰۰ تنه په کې برخه اخلي.