مشورتي جرګه؛ د سولې لپاره ريښتنې اراده که نمایشي هڅه!

حکومت راتلونکې جمعه د ۴۰۰ طالب بندیانو په اړه مشورتي لویه جرګه جوړوي. ارګ وايي د روانې زمري میاشتې پر ۱۷ مه به د پاتې طالب بندیانو په اړه پرېکړه وکړي. د ولسمشر ویاند صدیق صديقي ويلي چې یاد بندیان د حکومت په تور لېست کې شامل دي او دې نېشه يې موادو په قاچاق، د افغانانو په وژلو، او نورو خطرناکو پېښو کې لاس لري او د درې ګونو محکمو له لورې مجرم هم بلل شوي دي. هغه زیاته کړې ولسمشر غني د اساسي او جزا قانون له مخې واک نه لري چې هغوی ازاد کړي. صدیقي ويلي د یادې جرګې  اساسي موخې د ۴۰۰ طالب بندیانو پر برخلیک، د هېواد د راتلونکي په اړه مشوره، په ۱۹ کلنو لاسته راوړنو او اړوند ارزښتونو به بحث وشي. دغه راز د مشورتي جرګې غړي به تېرې جرګې غړي وي. 

یو شمېر پخواني طالب چارواکي د حکومت دغه پرېکړه د سولې هوکړې، خلاف بولي. د طالبانو پخوانی غړی سید اکبر اغا وايي چې ولسمشر غني د ۴۰۰ پاتې طالب بندیانو له امله د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کړې او شخصي واک ته يې ترجیح ورکړې ده. دا په داسې حال کې چې طالبانو د هوکړې پر اساس زر حکومتي بندیان خوشي کړي خو حکومت تر اوسه لا دغه پروسه نه ده تکمیل کړې.  له دې وړاندې طالبانو په اختریز پیغام کې ويلي و چې که بندیان يې خوشي نه شي، بین الافغاني خبرې به نه پیلوي.

په کور د ننه ځینو یاده مشورتي  جرګه غندلې او د وخت ضایع يې بللې ده.  دغه راز څه موده مخکې هم د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه وشوه او میلیونونه افغانۍ پرې ولېګدې خو له بده مرغه ښه پایله يې ور نه کړه او حکومت هم د جرګې مشورې په بشپړ ډول عملي نه کړې.
اوس حکومت یو ځل بیا مشورتي لویه جرګه راغواړي او د ولس نظر د سولې او پاتې طالب بندیانو په اړه پوښتي!ْ؟ په داسې حال کې چې د ټول جګړه ځپلي ولس هيله او ارمان سوله ده. ځکه کلونه پردۍ خونړۍ جګړې پر افغانانو تحمیل شوې او ستره قرباني يې ترې اخیستې ده.

حکومت د پاتې طالب بندیانو د نه خوشي کېدو لامل، حق العبدي/ حق الناس مسایل ګڼي په داسې حال کې چې ډيری لوړ پوړو چارواکو د خلکو حقوق تر پښو لاندې کړي او حتاً څه موده مخکې ولسمشر داسې چا ته مارشالي ورکړه چې په اخلاقي فساد تورن و او زرګونه بېګناه انسانان يې وژلي دي. لسګونه نور جګړه مار په لوړو حکومتي بستونو مققر شوي هغوی هم عامه وګړي ځورولي او وژلي دي خو یوه ورځ د یادو کسانو په اړه  حکومت جدي اقدام و نه کړ او د دوی په تړاو یې له ولس مشوره او پرېکړه و نه غوښته. 

له بده مرغه تر اوسه د سولې لپاره پر ځای او کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي او د دې پر ځای چې شته خنډونه  له مخې لرې کړي لا نور خنډونه د سولې پر وړاندې جوړوي. سوله قربانۍ ته اړتیا لري په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امتیاز او ګټو اخیستلو  وسیله ګرځېدلې  او جګړه بیا یوازې د ولس پر زیان ده ځکه هره ورځ  پکې وژل کېږي. که دواړه لوري ( حکومت او طالبان) ژر سوله وکړي، نورې میندې به د یو څه وخت لپاره بورې نه شي، ماشومان به یتیمان نه شي او افغانان به لږ په ډاډه زړه ژوند ته دوام ورکړي.

له ډېره بده مرغه ريښتنې او دوام داره سوله خو په افغانستان کې د امریکا  په شتون هېڅلکه نه شي راتللی. که طالبان سوله وکړي داعش او نورې ډلې به څنګه کېږي !؟ څو ورځې وړاندې حتاً د طالبانو او حکومت اوربند لا پای ته نه و رسېدلی چې داعش ډلې د ننګرهار پر زندان خونړۍ برید وکړ. په ورستیو کې ملي امنیت هم د یادې ډلې مهم غړي نیولي او داسې ښکاري چې یاده ډله ورځ تر بلې په افغانستان کې پیاوړې کېږي. داسې راپورونه هم شته چې ځينې طالب جنګیالي داعش ته ورغلي دي. پوښتنه هم دا ده چې څوک د داعش د پياوړتيا لپاره کار کوي!؟

مشورتي لویه جرګه د سولې لپاره ريښتنې اراده نه، بلکې د تېر په څېر نمایشي هڅه ده چې یوازې د خلکو په سترګو کې خاورې شيندي. د ولس دريځ ښکاره او روښانه دی چې باید جګړه په هره بیه چې وي ختمه شي او ژر تر ژر دې سوله وشي. که حکومت ولس ته کوم ارزښت ورکولای، په نورو مهمو مسايلو کې به يې مشوره ترې غوښتې وه. همدارنګه په مخکينۍ لویه جرګه کې چې پرېکړه وشوه کومه ماده يې تر اوسه حکومت پلې کړې ده. ځينې فکر کوي چې ولس ته چارواکي ارزښت ورکوي او د افغانستان په مهمو مسایلو کې مشوره ترې غواړي، په داسې حال کې چې مظلوم ولس تل غولول شوی او کومه پرېکړه يې چې کړې د هغو خلاف عمل شوی دی.

له شک پرته که د حکومت او طالبانو تر منځ سوله وشي، ډېری چارواکي به شته څه (چوکۍ، مقام، امتیازات) له لاسه ورکړي. په همدې دلیل هغوی نه غواړي چې ژر سوله وشي او د دغه پروسې پر وړاندې یوازې ستونزې جوړوي او نمایشي کړنې کوي چې ښه بېلګه يې مشورتي لویه جرګه ده او په دې توګه غواړي چې ولس د خپلو راتلونکو موخو لپاره خپل کړي.