جرګي په هیواد کې د اوسنۍ بحران د له منځه وړلو یوازنۍ لار ده!

   دا یو څرګند حقیقت دی چې لویې جرګې زموږ د هېواد په تاریخ کې له ستر ارزښت او اهمیت څخه برخمنې دي. دغه ډول جرګې زموږ د هېواد د معاصر تاریخ پدې وروستیو دریو پیړیو کې هېواد ته د ورپیښو شویو ستونزو او کړکیچونواو ملي مسایلو د حل او فصل د پاره جوړې شوي. هر یوې یې په خپل وخت او ځای ارزښتناکې اغیزې او پایلې لرلي او ملت یې په ډېرو حساسو وختونو کې له سترو بحرانونوڅخه ژغورلی دی. همدا رنګه لویې جرګې د افغاني ټولنې د ملي تفاهم یوه ډیره مهمه او اغیزمنه وسیله ده او زموږ پر ملت او ټولنې ډیرې ژورې ټولنیزې رواني او روحاني اغیزې لري او د تاریخ په اوږدو کې یې  د ډیرو سترو کړکیچونو پر مهال یې هیواد ژغورلی اوله ستونزمنو حالاتو سره د مقابلې له پاره چمتو کړی دی.

   دا چې زمونږ مظلوم ولس د وروستیو څلورو لسیزو په لړ کې د ځینو بهرنیو او کورنیو کړیو د ناوړو اهدافو لپاره په اور کې سوځي او په دغې تپل شوي جګړه کې یې د خپلو مادې او معنوي شتمنيو سربیره په میلونونو شهیدان ورکړي، چې له بده مرغه دغه لړي لا هم روانه ده او مونږ هره ورځ خپل عزیزان او د کورنیو غړي له لاس ورکوو، هره ورځ مو تور سری ګوندیږي، ماشومانو مو یتیمان کیږي او په دې تمه دې چې کله او څه مهال به مو په هیواد کې یو تلپاتي سوله راځي او مونږ به پرته له هر ډول تاوتریخوالي او وهشت څخه خپلې ورځني چارې پر مخ وړو، چې د ولس دغه ستر آرمان(سولې) ته دې رسیدو په موخه له اوږدې مودې راپدیخوا د هیواد په دننه او بهر د حکومت او وسلوالو مخالفین تر منځ په ملي او نړیواله کچه د سولې خبرې اترې رواني دي او په بیلابیلو هیوادونو کې ناستي او غونډي هم تر سره کړي دي تر څو په هیواد کې یوې تلپاتي سولې ته لاره آواره شي.

   چې له نیکه مرغه د ولس دغه ستر آرمان ته د رسیدو لپاره  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سربیره پر دې چې له اوږدې مودې راهیسي له وسلوالو مخالفینو سره د سولې خبرې اترې پیل کړی دي، بلکې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د یوې تفاهنمامې د لاسلیک کیدو وروسته له (۴۰۰۰) زرو زیات د طالبانو زندانیان هم د هیواد له بیلابیلو زندانونو څخه آزاد کړل، خو اوس د طالبانو د (۴۰۰) تنه زندنیانو د خلاصون په موخه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ یو څه جنجال رامنځته شوي او افغان دولت هم د دغه جنجال د حل او د ولس غوښتنو ته د درناوې په موخه د یوې لوي جرګې د جوړیدو پیشنهاد کړي او تمه کیږي چې یاده جرګه به د زمري (اسد) میاشتي په ۱۷  نیټه د مخورو ، سپين ژيرو ، سیاسي شخصیتونو، دیني علماوو، ملي شوراګانو استازو، مدني ټولنو او ... استازو په ګډون په کابل کي جوړه شي تر څو د یادو بندیانو د خوشي کیدو په موخه صلاح او مشوره وکړي تر څو افغان حکومت د دوي د فیصلو په رڼا کې د دغو (۴۰۰) تنه طالب بندیانو د سرنوشت په اړه خپله وروستي پریکړه وکړي او د سولې دغه بهیر بریالي توب ته ورسوي.
                                    د یوې تپاتي سولې په هیله.