ملا برادر او مايک پمپيو سره خبرې کړې 

روهي (درې نۍ/۱۴ د زمري)، قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو سره د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. طالبانو د دغه خبرو پخلی کړی. 

قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر ټوېټر لېکلي دي، "نن ماښام د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هیئت یې د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکې له خارجه وزیر مایک پمپیو سره کتنه وکړه او د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په هکله وغږیدل. دواړو د خبرو د پیل لپاره د اسلامي امارت د پاته بندیانو خلاصون مهم وباله. همداشان د امریکې خارجه وزیر د لوی اختر په مناسبت د اسلامی امارت له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی وکړ ".

طالب استازو او امريکايي مقاماتو په داسې مهال کې دغه خبرې سره کړې چې افغان حکومت همدا  اوونۍ د يو شمېر طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه مشورتي لويه جرګه راغواړي. 

افغان حکومت وایي، د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو په لېست کې شاوخوا ۴۰۰ داسې کسان دي چې په جدي جرمونو کې ښکېل دي، او له همدې کبله د اوس لپاره نه خوشي کېږي.