سل په لالي پورې دا لس يې د بنګړو!

دلته روانه جګړه پردئ او مونږ په پردئ جګړه کې ښکېل يو. اړينه نه ده چې مونږ په خپله خاوره کې د پرديو تمدنونو او ټولنو دفاع وکړو. يا په بله اصطلاح د شرم خبره ده چې مونږ په نيابتي جګړو کې ښکیل يو. خپل وروڼه وژنو او خپل ټاټوبئ ورانوو. له پرديو څخه مو ډيره دفاع وکړه خو څوک مو هم د دفاع احسان نه مني، بلکې د جګړه ايزو ابزارو راکول او د هغوى د ګټو لپاره جګړه کول له مونږ سره مرسته ګڼي. زمونږ جګړه ايز ذهنیت مونږ ته پيغور جوړ شوئ ده. جګړې مونږ ته راوړل شوي دي. را باندي تپل شوې دي. پردئ دي او مونږ يې د سون توکي ګرځيدلي يو.


زمونږ ځوريدلي او کړيدلي ملت سولې ته تر رسېدو په لار کې سترې قربانئ ورکړې دي، دغه هدف ته د رسيدو لپاره يې اوږده، له ازغو، پيچومو، ګنډوونو او کږلیچونو ډک مزلونه وهلي دي. ستر واټن يې شاته پرييښې ده، خو مونږ پوهيږو چې منزل ته لاهم مزلونه شته او موخو ته تر رسېدو وړاندي مو نورې ننګونې هم مخته پرتې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په ګډون مو تل د جګړې د ختمولو لپاره د خپلې ملي ستراتيژي د نه شتون له امله پردي ډول ته اتڼ کړئ ده. په تيرو دوه لسیزو کې مو کله هم د سولې هڅې د خپل ولس د غوښتنو او سوچه ملي ګټو پر محور نه دي راڅرخولې. د دغې نيمګړتيا د توجیه لپاره د ګرزي او غني يوه بانه کيداى شي دا وي چې زمونږ جګړه له کورنیو بعدونو څخه ورهاخوا ډير بهرني ابعاد هم لري او سوله مو هم بدبختانه له پردیو سره ګاڼه ده. مګر د بهرنیو ابعادو شتون د خپلې تګلارې او ستراتيژي د نه شتون نيمګړتيا کله هم نشي توجیه کولاى. مونږ متاسفانه پرون هم د سولې لپاره جامع تګلاره نه درلوده نن يې هم نه لرو او د جګړې په دواړو خواو کې د پياوړي ارادې د نه شتون له امله داسې ښکاري چې سبا ته به يې هم ونلرو.


له تيرو دوو لسیزو راهیسې مو د سولې هڅې کله د ګاونډیانو، کله د سيمه ييزو او کله هم د نړيوالو هيوادونو پر نوښتونو او لګښتونو ولاړې وې. پايله يې ځکه نه درلوده چې په لمړي سر کې امریکايانو، بيا ګاونډيانو او په وروسته کتګوري کې د سيمې هېوادونو د سولي په وړاندي مستقیم او غیر مستقیم خنډونه جوړول، دلته يې جګړو ته اړتیا او سوله يې له ګټو سره په ټکر کې وه. سولې ته يې ذهناً تيارى نه درلود او یا یې هم سوله جدي نه ګڼله.


د ولسمشر کرزي د حکومت پرمهال په کابل کې د افغانستان او پاکستان د قبایلي سیمو مشرانو او د دواړو هېوادونو مخورو سیاستوالو په ګډون د امن ګډه جرګه جوړه شوه. له درې ورځې بحثونو او خبرو وروسته دغې جرګې په یوه اعلامیه کې ترهګري وغندله، د پراخو خبرو او جوړجاړي لپاره یې غږ پورته کړ، خو نتيجه يې صفر وه.

کرزي د دویم ځل ټاکنو له ګټلو وروسته د 1600 کسانو په ګډون په کابل کې د سولې په ملي مشورتي جرګه کې له مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره د سولې عالي شورا د جوړېدو وړاندیز وکړ. د سولې عالي شورا د استاد رباني په مشرئ جوړه شوه. رباني يې مشر او ستر لګښتونه يې وکړل، خو ټولې هڅې يې د ملابرادر د ازاديدو او طالبانو ته د دفتر پرانستلو په محور راڅرخيدلي. د قطر دفتر پرانستل شو، ليکن د طالبانو د بيرغ او د دفتر د سياسي حيثيت په سر د ولسمشر کرزي د مخالفت له امله بيرته بند شو. د کمزوري او نيمګړي حکومتي ويښتابه له امله رباني ووژل شو او د کويټې د يو دوکاندار د افسانوي کردار تر عنوان لاندي د اختر منصور په نوم ښه استخباراتي لوبه وشوه. هر اړخیز معلومات يې ترلاسه کړل. نيمګړتياوې يې وليدلې او پيسې يې يوړې. د ملا برادر د خلاصيدو لپاره د کرزي حکومتي کچکول د پاکستان په هر ديوان او دفتر وګرزيده، خو ملا برادر بيا هم په پاکستان باندې د خليلزاد په مستقیمه غوښتنه را خلاص شو.


د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک ته مو د هيلو لمن غوړولې وه. هغه هم لاسلیک شوه. اوس نو نوبت بين الافغاني مذاکراتو ته راورسید او له هغه وړاندې د طالب بندیانو د خلاصون ستونځه راپيدا شوه.


له ملاحظاتو، شکونو او پوښتنو سره سره زه د اوس لپاره په هغو ستونځو او لاملونو نه غږيږم چې طالبانو ولې له افغان حکومت سره د سولې له هوکړې کولو وړاندي له امريکا سره هوکړه وکړه او دا مسئله هم اوس نه راسپړم چې امریکا ولي د څه لپاره او د چا په غوښتنو د افغانستان حکومت چې د جګړې يو اغيزمن اړخ جوړوي د مذاکراتو له جريان څخه څنډې ته کړ او د خبرو لړئ يې په دوه اړخیزه توګه يوازې له طالبانو سره پرمخ يووړه. دا جدا مسئله ده. د تاريخ بې پرې محکمې ته به يې د پريکړې لپاره وسپارو او يا به په راتلونکي وخت کې ورباندې ليکنه وکړم، خو دومره به حتماً ووايم چې طالبانو واک ته د رسيدلو په وړاندي له خليلزاد سره هوکړه ستر پرمختګ باله. ولسمشر ټرمپ غوښتل له افغانستان څخه پښې سپکې کړې، خپل ولس ته ووايي چې د امریکا د تاريخ تر ټولو اوږده او له لګښت ډکه جګړه يې پاى ته ورسوله، نو به ځان د دوهم ځل ولسمشرئ لپاره د نورو نوماندانو په پرتله زيات حقدار وګڼي. ولسمشر غني په ټول جريان کې د ملي ګټو پر ځاى د خپل واک غم په سر اخيستي وه او امریکا په دواړو غاړو کې دغه نيمګړتيا ښه درک کړې وه او په هکله يې بشپړ معلومات درلودل. ځکه خو يې د طالبانو او د ولسمشر غني د ورانونکې غبرګون د مخنیوي په موخه دواړه خواوې د يأس او اميد ترمنځ ساتلې وي. امريکا د خپلو مبهمو او پيچلو اصطلاحاتو کارولو په مرسته ولسمشر غني ته سوله د مصالحې پرځاى د ادغام په شکل کې له طالبانو سره د مذاکراتو جريان ترسيم کړئ وه او په رسمي خبرو کې به يې طالبانو ته يې داسې ذهنیت ورکړ چې ګواکې د هغوى اسلامي امارت د افغانستان راتلونکئ مشروع نظام وي، خو زما په آند واقعيت داسې نه وه. ټول يې دوکه کړل.


ادغام په ټولنه، نظام او حکومت کې له بدلون او سمون پرته د مخالف لوري د ورګډولو پلان ده خو مصالحه په نظام او حکومتي چوکاټ کې د بدلونونو په يايله کې له مخالف لوري سره د شراکت په تله کې تلل کيږي. واقعيت داده چې زمونږ په هیواد کې له طالبانو سره د مشارکت له اصل پرته نه ادغام ممکن ده او نه هم د طالبانو د خپل تعبير پربنسټ "اسلامي امارت" د افغانستان په خلکو او نړيواله ټولنه باندي د يوه مشروع نظام په توګه منل عملاً اسانه کار ده.


ښاغلی ولسمشره!
داچې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څخه وروسته تاسو په خبرو کړنو او څرګندونو کې د شکونو او ابهاماتو ښکار او د يو واحد پياوړي دريز له نه شتون سره مخ ياست، لاملونه يې د مذاکراتو له اجندا او جريان څخه ستاسو منزوي کيدل او د امریکايانو د کړنو او څرګندونو ترمنځ په ستر توپير کې رانغاړم، خو خبره داده چې ستاسو دريز هم له لمړي سر څخه تر اوسه پورې کله د نيمه هوکړې او کله د نيمه تحفظاتو څرګندولو په صورت کې د شک او تردد پربنسټ ولاړ ده.


د امریکا او طالبانو ترمنځ له شوې هوکړې څخه مو استقبال کړئ ده. له جرياناتو څخه مو په ظاهري توګه ځان مطمئن ښودلئ ده. له څلور زره څخه زيات طالب بندیان مو خلاص کړل. البته د پاتې بنديانو د خوشې کولو په تړاو مو په دريز کې توپير ليدل کېږي. کله واياست چي د بندیانو د ازاديدو پروسه به زر بشپړه شي. کله واياست چي پاتې بنديان په درنو جرمونو کې ککړ او د حق العبدي دوسيې لري. کله د استعفا خبره، کله د موقت حکومت، کله د ځينو طالب بندیانو د نه خلاصون، کله د تپل شوې سولې د نه منلو خبره کوئ او کله د بندیانو د ازادولو په تړاو د ولسي باور ترلاسه کولو لپاره د لويې جرګې د دائرولو خبره کوئ. دغو ټولو او دې ته ورته نورو مشکوکو او مبهمو څرګندونو مو د ولس په ذهنونو کې پوښتنې راپورته کړي دي. اوس څنګه مونږ باور وکړو چې تاسو واقعاً د سولې او د بندیانو د خلاصون په پروسه کې د پريکړې لپاره ولس ته رجوع کوئ؟


ښاغلئ ولسمشره! زه د لويې جرګې اهميت او ارزښت څخه انکار نه کوم خو د پاتې بنديانو د خوشې کولو په تړاو د لويې جرګې رابللو لپاره په تاسو باندي اوس ناوخته شوئ ده. ځکه چې تاسو خو څه د پاسه څلور زره طالب بندیان ازاد کړل. ايا ازاد شوي طالبان بيګناه په محابسو کې پراته وه؟

په زغرده وايو چې که تاسو د سولې په هکله د امریکا په ژمنو باور نه درلوده، نو څه د پاسه څلور زره بنديان مو ولي ازاد کړل؟ خو که د سولې په هکله مو باور ترلاسه کړئ وي، نو سوله د پاتې څلور يا پنځه سوه بنديانو په ازاديدو هم يقيناً ارزي. هغه د پښتو متل ده واى؛ "سل په لالي پورې، دا لس يې د بنګړو"

سوله زمونږ ليلا او مونږ د خپلې ليلا تر لاسه کولو لپاره خورا ستر قيمت ورکولو ته تيارى لرو. دا څلور سوه بنديان خلاصول هيڅ هم نه دي. داسې ښکاري چې امریکا تاسو په تيارو کې ساتلي ياست، تاسو ولس په تيارو کې وساته او لا يې په تيارو کې ساتئ. لطفاً پلمې او بانې مه کوئ. د سولې لپاره له سپيڅلي پياوړي جامع او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ پلان او مستحکم هوډ سره پرمخ ولاړ شئ. د اونئ کار په کلونو کې نه، بلکې د کلونو لاره په اونيو کې تر پښو لاندې کړئ.


د يادونې وړ خبره داده چې که د دغو بندیانو ازادول بيا هم واقعاً حقوقي او قانوني ستونځه ولري نو د طالبانو په موافقه دغه افراد يوه بل مصئون ځاى کې ساتل چې د ټولو بشرى اړتیاو پوره کولو ته بشپړ لاس رسى ولري ښه حل لاره ښکاري.


جګړه نفى کړئ، نور راته د غربي دودونو راوړلو هڅه مه کوئ. مونږ په نړئ کې د غرب په ګډون له ټولو متمدنو ټولنو څخه ښه تمدن لرو. د غربي ټولنو په شان مصنوعي او مادي جوړښتونه او ارزښتونه نه، بلکې مونږ د خپلو عقائدو پربنسټ ولاړې د مشرانو کشرانو، سړيو، ښځو او هر قشر ترمنځ د اړيکو لپاره د احترام او درنښت ځانګړې معيارونه او مقياسونه لرو، خو د پلئ کولو لپاره پياوړي ايمان وطني مينه او سختې پريکړې کول اړين دي.


د سولې د هڅو د بريا، ښه مديريت او اغيزمنې حکومتولئ لپاره اړينه نه ده چې حتماً داسې ادارې او مسلکي پرسونل له بهر څخه راوستل شي چې په افغاني ټولنيزو دودونو او حساسيتونو نه پوهيږي. د همدغه هدف لپاره په کور د ننه او همدغه شان په بهر کې پاک سپيڅلئ دين هېواد او ملي ګټو ته ژمن افغانان شتون لري. هغوى په دندو وګومارئ. د مکافات او مجازات تګلاره پلئ کړئ. فساد زمونږ په ټولنه کې د سرطاني غودو په شان ريښې غځولې. دغه شومه پديده له منځه وړل سختو عملياتو اجرا اړتیا لري. د دغې پدیدې په وړاندې ستاسو کړنې نمائشي شکل لري. په دغه هکله کلک او مضبوط دريز خپل کړئ. افغانان د قوم سمت نسل جنسيت او قشر په نوم مه سره ويشئ.

مونږ د کار لپاره له بهر څخه د کدري مسلکي او علمي پاکو سپيڅلي وطندوستو، په دين او خاوره مين افغانانو مخالفت نه کوو. مونږ به خوښ يو چې د هغوى له وړتیا تجربي او پوهې څخه ګټه واخلو، ممنون، مديون او مرهون به يې هم يو، خو تجربو ثابته کړه چې ډير هغه خلک چې په تيرو دوو لسیزو راهیسې راوستل شول، غلا يې وکړه او بيرته وتښتيدل. البته ټول نه يادوم استثنا شته.

زه دا نه منم چې افغانان د خپلو مشرانو په قدر او درنښت نه پوهيږي. افغانانو تاسو ته ښه راغلاست وويل، دوه ځله يې د بمونو او مرميو په درزا او ټکا کې تاسو ته ووټ درکړ. د سل کلني دعا يې درته کوله او بابا القاب يې درکړل خو ستاسو لخوا زمونږ د هېوادوالو له دغه پاک او سپیڅلي باور سره جفا وشوه. تاسو مو مديون ياست.