د سرونو د وهلو نه، د يوبل منلو سياست ته اړتيا لرو

د بين الافغاني مذاکراتو له رسمي پيل څخه مخکې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو په برخه کې د ناهيلئ خبرونو ولس سخت اندېښمن کړئ ده. دغه ډول خبرونه يقيناً دردونکي او ځپونکي وي. داسې ښکاري چې داوړه خواوې لاهم د يوبل منلو او زغملو پرځاى له يو بل څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو تګلارې پرمخ وړي. 
له څو ورځو راهیسې د قطر له جرياناتو له سست بهير څخه دقيقاً پوهيداى شو چې هيڅ لورئ په واقعي توګه د وخت په حساسيتونو باندې فکر نه کوي او له لاسته راغلي بې سابقې فرصت څخه د ګټه پورته کولو اراده او يا هم وړتیا نه لري. 

مونږ له پوهې سره سره د حکومتي پلاوي د ځينو غړيو د ستونځو په هکله احتياطاً غبرګون نه ښيو چې ډيرى يې ولې د يو واحد ملي ټيم په توګه د قرباني له روحيې سره په ملي اجندا باندي د راټوليدو پرځاى د خپلې ډلې لپاره د امتیازاتو په لټه کې دى.  ولې ځينې غړي د استدلال ځينې يې د وړتیا او ځينې نور بيا سولې ته د ژمنتیا په برخه کې کمى لري. 

همدغه شان د طالبانو پلاوئ عموماً د نفسياتي برتري او خيالي غرور په ويروسي رنځونو اخته دي. په ډيرو مواردو کې د مصالحې ژبه نه کاروي او يا يې هم نشي کارولاى. ټولنيزه رويه او دوه اړخيز چلن يې ښه خو د بحث لپاره داسې غير ضروري مسائل راسپړي چې د مخالف لوري غبرګونونه راپاروي. دا د سولې ورورولي او ملي يووالي له روحيې سره په تقابل کې چلن ده. که طالبان واقعاً غواړي چې يو ښيرازه، سمسور، اباد او له افتخاراتو ډک هيواد ولري او اسلامي نظام پکې پلئ وي، نو د توپک په زور نه، بلکې د ولسي ملاتړ له لارې دغه هدف ته رسيدل شوني دي. 

مونږ د دواړو خواو په ناخوالو سترګې پټوو، په ناپړيتو يې غوږونه کاڼه کوو، نيمګړتياوې يې نه ورته پيغور کوو. د دواړو خواو  هر منفي حرکت او په څرګندونو کې خطاو ته پوښ ورکوو. په دواړو خواو کې د شته سترو نيمګړتياو په اړوند نيوکه نه کوو، ځکه چې مونږ په څپانده سمندر کې خطرناکې څپې وينو، د راتلونکي  لوړې کچې ويجاړوونکي توپان درک کولاى شو. په توپاني هوا، سورئ کشتئ، توره شپه او د ماڼو (بيړئ وان) په کمزوري هم پوهيږو، او مونږ دغه ولس او هېواد خپل ګڼو. 
 
د داوړو خواو غټان بايد پوه شي چې که ولس د ټولو ناخوالو له ليدو سره سره غږ نه کوي، خو د ولس دا چوپه خوله سپين چيک هم نه ده. له دغه ولس او هېواد سره چې چا ظلم کړئ په دنيا هم ذليل دي او انشاالله چې عقبى يې هم خرابه ده.  په پرديو باندي د حساب کولو او د خيال په نيلي د سپريدو،  ګواښلو او سپکو سپورو ويلو پرځاى بايد د خپل ولس د ارمانونو د تحقق لپاره د يو بل په وړاندې د انعطاف لاره ونيسو. 

مونږ له خپل ولس او هېواد سره مينه لرو. قطعاً نه غواړو بيا وطن پريږدو. نه غواړو بيا د کابل په کوڅو کې وينه ووينو. نه غواړو د راکټونو د لګيدو له امله د تور سرو چيغې بيا واورو، نه غواړو بيا د کابل هره سيمه د ځانګړي ډلې پلازمېنه وي، نه غواړو په هیواد کې د يوې بلې خوسا کورنئ جګړې شاهدان واوسو. نه غواړو چې تيرې تراژيدي تکرار شي، نه غواړو د داودخان، نجيب او طالبانو د نظام له نسکوريدو وروسته فاجعو تکرار ووينو، نو ځکه نه داهم نه غواړو چې د افغانانو ترمنځ له هوکړې او د نړيوالې ټولنې له کلک او غيرمتزلزل تعهد پرته د حکومت د نسکوريدو ننداره وکړو. نه قطعاً نه!
 
شرائط ترينګلي دي. ترکاڼي د بيزو کار نه ده. ولسمشر بايد ارګ ميشتو ټام خيلو ته د غوږ نيولو پرځاى د وخت په حساسيتونو او نزاکتونو باندې په خپله فکر وکړي. له سنجيده او تجربه لرونکو مذهبي، ملي او سياسي ډلو سره سلا مشوره پيل کړي. د ملي او سياسي اجماع لپاره لاس په کار شي. پرينږدي چې نظام جړق وخوري، د دوو لسیزو خواري مو په اوبو لاهو شي او ملت يو ځل د اويايمې لسيزې د غميزو تکرار تجربه کړې.

پښتو متل ده واى که ګور ګران هم ده خو د مړي ورته ورتلل ناکام (مجبوريت) ده. د نظام تسلسل ښه غوراوى ده خو له ولس او سياسيونو سره د ولسمشر غني د تعهداتو پوره کولو شاليد له عيبونو ډک ده. له خپلو حليفانو، ايتلافيانو او شريکانو سره په  ژمنو باندي ولاړ نه ده پاتې شوئ، وعدې کول او ماتول ورته هيڅ ستونځه نه لري، نو طالبان به څنګه باور وکړي چې له هغوى سره په ترسره شویو ژمنو باندي عمل کولو ته به متعهد پاتې شي. متاسفانه چې د غني حکومت د مخالفینو لخوا نه، بلکې د خپلو کړنو، رويو او ناوړه چلن له امله ولسي باور له لاسه ورکړئ ده. د ولسمشر غني ځينې کړنې له ديني معیارونو او ملي دودونو سره په تقابل کې دي. د فساد په وړاندې د نوموړي اقدامات لکه ممنوع الخروج کيدل او څارنوالي ته ورپيژندل په خپل ذات کې د فساد پراختيا ته لاره هواروي. 

د سولې په برخه کې له حکومتي اړخ سره د پلان نشتون، د ولسمشر غني، د هغه د مرستيالانو او ډاکټر عبدالله عبدالله جدا جدا دريزونه او نظرونه نظام له ګواښونو سره مخ کوي. 
 
مونږ پوهيږو چې موقت حکومت شاته تلل او له مستقيم خط څخه موقت انحراف ده، خو که  سولې ته د رسيدو د شرط په توګه طالبان دغه ډول بدلون وغواړي، نو له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې له پياوړي ملاتړ وروسته يې طوعا و کرهاً د وخت او شرایطو اړتیا ګڼو. په دغه مرحله کې خورا زيات احتياط اړين ده چې نظام باید په هيڅ ډول له بالفعل او بالقوه ګواښ سره مخ نشي. سوله مفته نشو ترلاسه کولاى. ملت د جګړو له امله په کړاوونو او ناورينونو کې د خپلو بچيانو په جنازو، فاتحو او قبرونو باندي له وير کولو او چيغو وهلو سترئ شوئ ده، خو چارواکي واک او امتیازاتو ته د ممکنه ګواښ له  او د ځينو سفارتونو په لګښت ځينې مدني ټولنې د لاسته راوړنو په نوم د سولې مخه ډب کوي. هغوى بايد پوه شي چې که سرونه مو خوندي نه وي، هيڅ لاسته راوړنه خوندي نشي پاتې کېداى. د سرونو خونديتوب مونږ تر هرڅه د ارجحيت درجه لري. که د لاسته راوړنو په تړاو څوک واقعاً اندېښنې لري نو بشپړ باور لرم چې اوس طالبان هم د بيان ازادي، په جلا ټولګيو کې د انجونو د زده کړو او په خوندي ماحول کې د ښځو د کار کولو مخالفت وکړي. دا کار په اوسنیو حالاتو شونئ هم نه ده. 

سياسي احزاب او مطرح شخصيتونه هم د هيواد د تاريخ په دغه حساسو شېبو کې ستر مسئوليتونه لري. اوسنئ شيبې، د وعدو نه پوره کولو  او نورو انحرافاتو له امله له ولسمشر سره د حساب کولو نه، بلکې ملي ګټو ته د ژمنتیا زغم او د يو بل د بخښنې وخت ده. مونږ ته احمد او محمود نه، بلکې دغه هېواد ارزښت لري. اوس د رقابتونو نه، بلکې له ترينګلي سياسي او امنيتي وضعیت څخه د هيواد د نجات وخت ده. د ولسمشر غني ترمشرئ لاندې ځينو اشخاصو لخوا اخلاقي مالي او اداري فساد ته د لارو پرانستلو هڅې وينو، خو د وخت په دغه حساسه مقطع کې د بين الافغاني ناستو تحريمول او له حکومت څخه د خپلو محرومیتونو انتقام اخيستل هم له دغې خاورې او ولس سره جفا ګڼو. 
طالبانو ته مو مشوره داده چې؛ وخت په تيزي سره له لاسه وزي. تاریخ سختې پريکړې کوي. د وخت حساسيت او فوق العاده ځانګړي شرایط، د افغانستان قومي جوړښت، د تيرو دوو لسیزو په دوران کې د پرمختګونو، افغانانو ترمنځ د باور ښکته کچه، په سيمه او نړئ کې حساسيتونو ته ژوره پاملرنه وکړي. د احساساتو له سمندر څخه راووزي، په عيني واقعيتونو باندي تمرکز او محاسبه وکړي. احساسات سپيڅلي وي خو ډيرى وخت له حقائقو سره په تقابل کې راځي. خپلمینځي جګړه کله هم د حل لاره نه ده. دلته روانه جګړه که د ځان دفاع او موجه هم وي، خو د وياړ وړ نه ده. د جګړو له امله د ملت دغه ماته کشتئ د سولې ساحل ته رسول شهامت او شجاعت ده. مونږ منو چې په هيواد کې د خپلواک او ولسواک اسلامي نظام رامنځته کولو ژمنه ترلاسه کول د هغوي حق او افغان ولس يې پلوي کوي. طالبان باید په ولسي ارادو ولاړ اسلامي نظام د تحقق له ژمنو ترلاسه کولو وروسته د سولې د پروسې په مختلفو پړاوونو باندي د څار او د چارو د ښه مديريت لپاره په يوه بې پرې موقت حکومت جوړولو باندې سلا شي. موقته اداره بايد د سولې پروسه په ځانګړې زماني مقطع کې بشپړه او د ټاکنو په نظام کې د شفافیت، عموميت او د هر ډول درغلئ د مخنیوي په برخه کې اړين بدلونونه راوړي.