پښتنې میندې دې پاڅي زوی د ې راوړي
د لایق پشان یو ستر زوی د افغان
هسې زوی چې ویاړ، شمله د ټول ملت وي
ویاړ د ووړ وي، ویاړ د زوړ وي ویاړ د ځوان
که څه ویاړ دی، پیرزوینه یا لورنه
په ریښتیا سره يې لایق دی سلیمان
د ده شعر د زړه غږ دی د زیارکښو
د کارګرو، کسبګرو د د هقان
یوه شپېلۍ ده چې درو منځ کې غږیږي
د پونده وو، د شپنو د زړه داستان
پښتنې میندې دې خوښې وي کور کې
چې لایق لري د زړونو ترجمان
ټول شعرونه يې له یوه سره تر پایه
یو غورځنګ دی یو پاڅون دی یو ټکان
هر کلام يې یو صحنه د معرکې ده
له دښمن سره د لاس و د ګریوان
هر مصرع يې یو ترسیم دی یو انځور دی
د دښمن په کور د کاڼو د باران
یو تصویر دی چې ماهر عکاس اخیستی
له دښمن څخه چې تښتي له میدان
هر یو بیت يې تر ایرو لاندې سکروټه
د چوپتیا تر شا په لاره دی توپان
یوه چیغه د ازاد ملت د خولې ده
یو هیبت دی، زلزله ده یوهیجان
یوه کوکه ده، مقام له اسرافیله
چې راویښ کړي له اوږده خوبه افغان
یوه څړیکه د تاریخ له پرهارو ده
یوه کړیکه ده د لروبر افغان
یو فریاد دی د مظلوم زړګي له تله
یو غبرګون دی د ظالم په لور هر ان
یوه کرکه له وحشت او بربریت ده
یو نفرت دی مقابل کې د شیطان
یو شهاب دی چې ویشتلی پریښتې دی
د شیطان په لور له څنډو د اسمان
یوه مینه ده وروری ده خلکو منځ کې
یو دوستي سراسري ده د انسان
هر غزل يې په ښکلا تر نورو ښکلی
د ښکلاوو نندارتون يې دی دېوان
یو ډېوه ده چې به تل مدام بلیږي
ترې جاریږي به د شعر پتنګان
یو شغله ده چې رڼا يې ابدي ده
یو لمبه ده جګه شوې تر اسمان
هسې ګل دی چې به تل بڼ کې تازه وي
نه يې باد شي رژولی نه خزان
هر یو شعر به یې په زړونو کې خوندي وي
څو ژوندی چې یو پښتون وي په جهان
زمانې که موږ ته تېر وخت خوشال راکړ
ستر لایق زموږ د وخت دی خوشال خان
وروستي