په ملي سياست کې ړوند تقليد ځاى نه لري

هو!  مونږ په تيرو دواړه دوره ولسمشريزو ټاکنو کې د غني ملاتړ کړئ ده. غني هغه مهال هم تشې او ستونځې درلودې او اوس يې هم لري. عيني شرائطو او ځمکنيو حقایقو ته په کتو مونږ متاسفانه داسې بديل نه درلود او لا يې هم نلرو چې له غني څخه خلاص شوي واى، ورباندي نسبي ولسي اجماع راغلي واى او هم نيمه نيم ښوره قانوني غوښتنې هم پوره شوې واى. په رسنیو، د ټاکنيز کمپاين په رسمي ناستو او ولسي غونډو کې مو هم مکرراً ويلي دي چې مونږ هغه ملت يو چې د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوي امکانات نلرو، بلکې د بد او بدتر ترمنځ د بد انتخاب ته مجبور يو ترڅو د بدتر د مشرتابه مخه ونيسو.

مونږ پښيمانه نه يو. پوهيدو چې بله لاره نلرو. د شخصی درنښت، فکري او ملي ارزښتونو ته د ژمنتیا په تله کې عبدالله عبدالله له غني څخه په مراتبو بهتر ګڼو، خو له عبدالله عبدالله سره ملو مشرانو د افغانستان لپاره داسې پلانونه، تګلارې او ارادې درلودې چې د غني په پرتله نه يوازې د فساد او جګړو د پراختیا لامل ګرزيدلي، بلکې د هيواد لوړو ملي ګټو ته يې هم زيان رساوه.

ولسمشر غني ته مو مخکي هم ويلي دي او اوس هم ورته وايو چې په هغو مسائلو مواردو تګلارو او کړنو کې درسره مله يو چې له ديني او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي. غره ته ختل ستونځه نه خلاصوي او جګړه د حل لاره نه ده، خو د داسې کړنو او تګلارو پلوي دې قطعاً نه کوو چې ديني او ملي پولې شاته پريږدئ، بلکې مخالفت يې کوو.


مونږ ته د کورنیو جګړو په مهال د کابل او هيواد جنګي حالت ياد ده. مونږ ته د چاراسيا، بالاحصار، چنداول، کوته سنګي او خيرخانې د حکومتونو پولې ياد دي. مونږ ته د کابل په سرکونو او کوڅو کې د خپلمینځي جګړو له امله د ولس چيغې فرياد او واويلا اوس هم په غوږونو کې ځوږ جوړوي. نو ځکه بيا هم وايو چې له ړنګ نظام او نسکور حکومت څخه بد او فاسد حکومت په مراتبو ښه ده.


سياست هر وخت د سمون او بدلون په موخه خپل تکاملي پړاوونه وهي او همدغه پړاوونه د انتقادونو او وړاندیزونو د څيړنو او ارزونو په پايله کې شونتيا مومي. فکر نه کوم چې اوس هم د ستالين او يا هم د بريژنيف دوره وي چې د حقائقو په راسپړلو هم کوم منتقد د جرم او جنایت مرتکب وګڼل شي. هغه څه چې حکومت يې د مختلفو ګوندونو، بيلا بيلو فکري بهيرونو، ټولنيزو بنسټونو او شخصيتونو په توګه په يو محور راټول کړي وه، معتقدات، ملي ګټې، ولسواکي او له اساسي قانون څخه د مشروع دفاع اصل ده.


په سياست کې ملګرتيا د اشر په معنا نه ده، بلکې د مشارکت په تله کې تلل کيږي. مونږ د مشارکت په مفهوم هم پوهیږو او په سياسي مشارکت کې د شريکانو په ستونځو او نيمګړتياوو ډير وخت سترګې پتوو، ځکه چې زمونږ بنسټيزه موخه د هيواد او ولسي ګټو خونديتوب ده. مونږ له ژور فکر، کره ارزونو او اوږدو بحثونو وروسته له نظام څخه د حمايت کولو پريکړه کړې ده او لا هم دوام ورکوو، خو زمونږ ملګرتيا د ړوند تقليد مفهوم نه لري. مونږ له دې سره سره چې طوعاً و کرهاً د پورتنيو موخو لپاره د نظام پلوي کړې ده او لا يې هم کوو خو دا حمايت قطعاً داسې نه ده چې مونږ د حکومت هغه پريکړې چې د کعبې پرځاى مو ترکستان ته رسوي او نيمګړئ مديريت هم توجیه کړو. د مشروعیت لپاره يې بيځايه استدلال وکړو او نيمګړتياوې يې مثبتې لاس ته راوړنې وانګيرو. نه داسې نه ده. مونږ په سياست کې سپين چک چاته هم نه ورکوو او نه هم د چا ړوند تقليد کوو.


ړانده مقلدین يوازې د پيژنکلوي، تربورولي، ژبې او سمت په نوم له ارزونې شننې او څيړنې پرته په پټو سترګو د مشرانو ترشا ولاړ وي.
د پيو مجنونان هغه دي چې په لوړ پوست د ګمارنې په بدل کې د کوم مشر تر شا ولاړ وي. نور هيڅ ډول فکري او معنوي لومړيتوبونه او موخې نلري. لکه نن سبا د غني لخوا پخواني شړل شوي چارواکي چې تر پرونه يې ورته بابا ويل د زرکلن او سل کلن کيدو دعا يې ورته کوله، خو نن ورته ښکنځل کوي.

بله ډله د ويښو پلويانو ده. دا هغه خلک دي چې د ستونځو او مسائلو په هکله درک او درد لري. ملګرتيا او مخالفت يې د معتقداتو، ولس، هيواد، خاورې او ملي ګټو د خونديتوب پر بنسټ وي.

ړانده مقلدین لکه څاروي هر وخت په خپل مشر پسې روان وي. د پيو مجنونانو ته چې شيدې نه رسيږي، نو عقدې يې په سر واخلي. ښکنځل کوي او چيغې وهي.

ويښ پلويان د مشرانو د تکراري انحرافاتو په صورت کې غږ پورته کوي مشرته وايي چې لاره سمه کړي خو د مصلحتونو په موخه احساساتي غبرګون نه کوي. د ولسمشر غني انحرافات مکرر شول. داسې ښکاري چې د سمون وړتیا يې له لاسه ورکړي او يا هم نه غواړي سمون راوړي.


په معتقداتو ملنډې وهل کېږي ملي ارزښتونه مو وننګول شول او ملي بنسټونه مو بدنام شو. بيکاري ځوانان د نشو لوري ته يوړل. پانګه وال له هيواد څخه تېښتې ته اړ شوي دي. ټاکنو مو په نړئ کې د رسوائي له امله د ملت سرونه ښکته کړل، ايران روسيه او چين له امریکا سره په افغانستان کې دغره وهي. پاکستان له هند سره د کشمیر شخړه کابل کې لمانځي او له پردیو سره امنيتي تړونونه بې ګټي پاتې دي.


ولسمشر غني د کمپائن په مهال ژمنې کولې چې داځل ځان ته د پخوا په شان داسې خلک له ځان سره نه ملګري کوي چې پلانونو ته يې چيلکونه واچوي. نوموړي داهم وویل چې په قانون معامله نه کوي او دا ځل سهامي شرکت نه جوړوي. د فساد په وړاندې به سخت کوټلي او هدفي ګامونه اخلي.

ليکن که د عمل په ډګر کې د نوموړي کړنې درته ترسيم کړم، نو په قانون، ولسي ژمنو او د بيچاره ولس په ووټونو باندې يې بيا دوهم ځل لپاره سودا وکړه!

سهامي شرکت يې جوړ کړ او بيرته له هغو خلکو سره بيا هم يو ځاى شو چې نوموړي ورته چيلک اچونکي خطاب کاوه.
د فساد د مخنیوي په برخه کې د ولسمشر د کړنو ريکارد ددغې شومې پدیدې د کمولو په موخه د نوموړي ژمنې او قانوني مسئولیت ته ژمنتيا تر پوښتنو لاندې راوړي. د فساد د مخنيوي په برخه کې د نوموړي ننداره ايزې او علامتي کړنې د هغه په لمن باندي هغه تور داغونه نشي پاکولاى چې په ملي او نړيواله کچه له دوهم ځل ولسمشر کيدو وروسته ورباندي لګيدلي دي.


که يې نور هر څه ومنو چې چپلکونه وه ستونځه وه او نوموړئ نه خبريده، نو دا خو قطعاً د منلو نه ده چې ولسمشر په ارګ کې هم له شته اخلاقي او مالي فساد څخه ناخبره وه. هغه په هرڅه باندي خبر شو. سلاکارانو يې چيغې وکړې او نړيوالو خبري اژانسونو په ارګ کې له شته فساد څخه پرده پورته کړه.


د ارګ سپیڅلتیا چټله شوه. د خلکو کور داسې بدنام شو چې زما قلم ژبه او ګوتې د هغو شرموونکو او ننګونکو کيسو د بيان وس او تاب نلري.
ولسمشر غني څه فکر کوي چې دغه ملت به د اخلاقي فساد په هکله د نوموړي د پخواني سلاکار جنرال احمدزى تورونه او د بي بي سي راپورونه هير کړي؟

ايا دا هم د چيلک اچونکو پروپاګنډ وه؟ ايا د دغه هېواد په ځانګړې توګه د ارګ تقدس ساتل د نوموړي له دندو څخه نه وه؟ ايا ولسمشر د هغې بدنامي په تړاو د عمل په ډګر کومه ملموسه کړنه راته ښودلاى شي چې له ژمنو سره سره يې د ټاکنيز کمپائن په مهال د پراخ مالي فساد په تړاو له خبريدو وروسته کړې وې؟


غني خو "حساب غواړو او حساب ورکوو" د ټاکنیز شعار په توګه وکاراوه خو ولس واقعاً حساب غواړي او نوموړئ يې يقيناً نشي ورکولاى.


که نور هم وغږيږو نو د ولسمشرئ له دوهم ځل لوړې وروسته د غني د ناوړه ناروا مبهمو او مشکوکو کړنو له امله په نوموړي او د هغه په حکومت باندې د ولس د بي باوري کچه تر اسمان پورې ورسيده. غني پخواني مفسدين لانور هم په لوړو پوستونو باندې وګمارل او هغوى يې نور هم ونازول. يوې تلپاتي سولې ته د رسيدو لپاره يې نه يوازي ملى او سياسي اجماع ته د رسيدو لپاره هڅه ونکړه بلکې ورځ تربلې يې دغه پروسه پيچلې کړه. کله د بندیانو ستونځه کله د استعفأ خبرې او کله د موقت حکومت په هکله مبهم دريز ولس نور هم ناهيلئ کړئ ده.


د غني لخوا د يوه داسې مجهول الهويت شخص چې ويل کېږي لبناني او متاسفانه د نوموړي د ميرمنې وراره ده د افغانستان بانک د د ريئس په توګه ګمارل او د بانک له پخوانیو چارواکو سره د هغه ناوړه چلن، له هغه وروسته د ځينو رسنيو په حواله د څلور ساعتونو لپاره د افغانستان بانک د بريښنا پرچاوي او د څارنيز سيستم (نظارتي کامرو) له کاره لويدل او په دغه ټولو جرياناتو باندې د غني او د ارګ مرموزه چوپتيا د ابهاماتو او شکونو ګراف لاهم لوړ کړ او نور دغه ناورین ځپلي ولس او کړيدلي ملت ته د زغم وړ نه ده.

مونږ د ملي ګټو د خونديتوب، سمون او بدلون په موخه په مختلفو ډولونو او مختلفو لارو هڅه وکړه خو نتيجه يې ورنکړه. کيداى شي زمونږ په هڅو کې به نيمګړتياو شتون درلوده، خو زمونږ په باور ولسمشر د دوهم ځل ولسمشرئ د لوړې له مراسمو وروسته ځان مطلق العنان ګڼي او د هيچا، هيڅ ډول مشورو ته غوږ نه نيسي.


حکومت او طالبان بايد پوه شي چې بين الافغاني جګړه قطعاً په هيڅ ډول د منلو وړ حل لاره نه ده. په افغانستان کې د واک د انحصار فارمولا د چلن وړ نه ده. هغوى دې کله هم هڅه نه کوي چې په يوازې سر د نورو خواو له اغيزمن ګډون پرته حکومت وکړي. په افغانستان کې نه د طالبانو امارتي طرز او نه هم د وارده شوې ديموکراسي نسخه د چلن وړ ده. د زعامت او واک ته درسېدلو ستونځه د ټاکنو د يو منل شوي سيسټم د رائجولو په صورت کې د حل يوازنئ لاره ده.

اوس چې د غني حکومت د نوموړي د نيمګړتياو له امله کاواکه شوئ ده. ښه به داوي چې ولسمشر اوس په واک کې د پاتې کېدو د بيځايه هلو ځلو پرځاى له خپلو متحدينو او د ذيدخله نړيوالو هيوادونو له مشرانو سره د مشورو په پايله کې له طالبانو سره د سولې د تړون لپاره د يوه ميکانېزم له لاري د موقت حکومت جوړولو ته داسې لاره هواره کړي چې لږترلږه نظام له ړنګون او نسکوريدو څخه خوندي شي او د نوموړي د حکومت د باعزته پاي ته رسيدل هم يقيني کړى.

دغه ډول ميکانېزم د افغانستان د ننه د ملګرو ملتونو له چتر او د امنيت شورا د پنځو واړو دائمي غړو تر څارنې لاندې د ممثلې لويې جرګې په جوړښت کې تحقق موندلاى شي.


د دغې جرګې د غړيو د غوراوى لپاره يوه لاره داده چې حکومت او طالبان دواړه خواوې په مساوي توګه د ولايتونو، قومونو سمتونو، قشرونو، جنسيت او ژبو ترمنځ د اړين انډول ساتلو په اساس داسې خلک راولي چې اوسنى شرائط تحليل کړاى شي په حساسيتونو باندې بلديت او د سولې په اهمیت او ضرورت باندې علم ولري.

دريمه ډله چې همدغه وړتياوې ولري باید د افغانستان له هرې ولسوالي څخه يو شخص د سياسي ګوندونو لخوا د غې ممثلې لويې جرګې کې د غړيو په توګه ګډون وکړي. حکومتي لورئ د طالبانو اسلامي تحریک او دريم ځواک د ګوندونو د غړيو شمير برابر، مواصفات يې باید دقيق وکتل شي. هره ډله د موقت ولسمشر د چوکئ لپاره لس لس اشخاص نوماند او هيڅ ډله خپل نوماند ته رأيه نه ورکوي، بلکې د بلې ډلې نوماند ته ووټ ورکوي. موقت حکومت به د سولې د هوکړې د تطبيق او ازادو ټولټاکنو ته د روڼ تاکنيز سيستم او ټاکنو سرته رسولو دنده ولري. ولسمشر کابينه او واليان به د نوماندئ حق نلري.

دغه يوازې يو وړانديز چې سمون او بدلون پکې راتلاى شي.
په اخر کې د لوى اختر د مبارکو ورځو په مناسبت د طالبانو لخوا درې ورځني اور بند په نيک شګون نيسو او له رب الجليل څخه رمونږ په هیواد کې د تلپاتي سولې لپاره لاسونه لپه کوم. و ما ذالک على الله بعزيز.