د فیسبوک مؤسس ولي هر وخت یو ډول جامې (یخنکاک) اغوندي؟!

ډیری وخت به مو لیدلي وي چي د فیسبوک مؤسس مارک زکربرک همدا یو ډول یخنکاک اغوندي خو آيا پوهېږئ چي ولي؟

د فیسبوک له مؤسس څخه وپوښتل سول چي ولي همیشه یو ډول کالي اغوندی؟!، هغه په ځواب کي وویل چي نه غواړم وخت مې ضایع کړم زه خپل د ژوند د چارو پریکړي په اسانۍ او بغیر له وخت ضایع کولو کوم، که څو ډوله کالي ولرم نو زیات وخت مې په دې فکر کولو کي ضایع کېږي چي کومه جوړه کالي واغوندم نو ددې لپاره مې څو جوړې یو ډول کالي رانېولي او همیشه همدغه یو ډول کالي اغوندم تر څو له وخت ضایع کیدو مخنېوی وکړم.

نو تاسو هم کوښښ وکړئ ځانونه د وخت په ارزښت پوه کړئ!