د هېواد ملي بيرغ ته نړيوال ارزښت ورکړئ! 

د نړۍ انسانان د خپل شخصي ژوند ترڅنګ د هېوادنۍ مينې پر بنسټ  خپل ملي  ارزښتونه هم د ټولنيز ژوند د مهمو عناصرو په ډول پېژني. د هېواد نوم، د هېواد ملي بيرغ، د هېواد ملي سرورد، د هېواد تاريخ، ولسمشر او حکومت يې، د هېواد طعبيي سرچينې او نور ټول ارزښتونه هغه څه دي؛ چې مثبت والی يې احساسات لوړ وي او بدي  او بدوالی يې د ټولنيز شرم سبب کيږي. 

د ملي ارزښتونو اصلي خوند هغه وخت ښه احساسيږي، چې سړی له خپل هېواد بهر وي. که بهر کې د نورو هېوادونو له وګړو سره د هېوادونو د پرتلې خبرې شي، نو د شخصي ژوند، زده کړو، شتو او دندې ټولو وراېخوا، هغه څه چې ميدان ګټي او يا له لاسه ورکوي، د هېواد په کچه ستر بحث دی. 

جګړه، تاوتريخوالی، تعصب، غربت، فساد، د زده کړو ټيټه کچه، بې کاري، جنايي پېښې، ناامني او نورې ناخوالې هغه څه دي، چې د يو هېواد پر ملي ارزښتونو لکه ملي بيرغ،  د هېواد پر نوم، ملي سرود، د هېواد پر تاريخ منفي اغېز شېندي. 

د افغانستان نوم، تاريخ او نور ټول ملي ارزښتونه ښایسته دي، خو له بده مرغه چې بدمرغه جګړې، پرې د پيغور او ټيټوالی سيوري اچولي دي. کله چې د افغانستان بيرغ د نړۍ د نورو بيرغونو ترڅنګ راځي، نو يا به  د افغانستان د جګړې خبرې يا به افغانستان کې د جګړې د پای. يا به هم افغانستان سره د بهرنيو مرستو د جلب په پار ناستې وي. 

ډېرې کم ځلې داسې کيږي چې افغانان لاس ته راوړنې ولري نو د افغانستان بيرغ په وياړمن ډول پورته کيږي. لکه د کرېکټ په لوبو کې چې افغانانو د خپل هېواد نوم او بيرغ په مثبته بڼه نړۍ ته ور وپېژندلو. 

که چېرې افغانان په يووالي او اتحاد سره راټول شي نو هم يې هېواد او هم يې ملي ارزښتونه سپيڅلي دي. که چېرې افغانان د سولې ستر ارمان ته ورسيږي نو په کور دننه او او له هېواد بهر به افغان ولس د نړۍ د يو سرلوړي ولس په توګه د سيالۍ وړ شي. 

په اخير کې د ستر غازي امان الله او د هېواد خپلواکۍ د يادګار يانې درې رنګه ملي بيرغ ورځ دي افغان ولس ته مبارک کوي. د هېواد د ملي بيرغ د زرغونې ټوټې په ډول دې خدای ګران افغانستان زرغون او د سولې کور کړي. 
په درنښت 
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي رسنيز مرکز مسوول