د بيرغ ملي ورځ؛ د هېواد درې رنګه بيرغ په اړه ډېر پوهه شئ 

د زمري اتمه افغانستان کې د بيرغ د ملي ورځې په نوم سره لمانځل کيږي. په دې ورځ ولس او حکومت د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ سره خپله مينه څرګندوي. د افغانستان د اساسي قانون اړوند د ملي بيرغ ذکر داسې شوی دی. د افغانستان اساسي قانون، نولسمه (۱۹) ماده، لمړۍ فقره: د افغانستان (بیرغ) له: درېیو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دی. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له کیڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نیمایي دی چې په منځ کې یې د افغانستان ملي نښان ځای پر ځای شوی دی. 

د افغانستان د تاريخ په بيلا بيلو دورو کې مختلف بيرغونه درلودل. د احمد شاه بابا له واکمنۍ نېولې بيا د امير عبدالرحمن تر واکمنۍ افغانستان په مختلفو رنګونو او اندازو بيرغونه درلودل. د امير عبدالرحمن خان په وخت کې د افغانستان د بيرغ رنګ تور وو، چې په منځ کې يې کومه نښه نه وه. وروسته د امير حبيب الرحمن په وخت کې هم د بيرغ رنګ تور وو خو په منځ کې يې سپين نښان ځای پر ځای شوی وو. د افغانستان اوسنی نښان هم د امير حبيب الله خان د دورې نښان څخه په نقل راخېستل شوی دی. 

د امير حبيب الله خان له مړينې وروسته د نوموړي زوی امير غازې امان الله خان واک ته ورسېد. د امير امان الله خان د دورې د لومړيو وختونو بيرغ هم تور رنګه وو چې  په منځ کې يې اته ضعلې لرونکی نښان وو. غازې امان الله خان وروسته بيا د خپلې واکمنۍ دننه نښان کې تغير رامنځ کړ خو د بيرغ يې تور وو. د امان الله خان د واکمنۍ په يو بل پړاو کې د افغانستان بيرغ تغير شو. امان الله خان د هېواد له خپلواکۍ وروسته د افغانستان بيرغ درې رنګه کړ چې په عمودي ډول له تور، سور او شين رنګونو څخه جوړ شوی وو.  

د امير امان الله خان له واکمنۍ وروسته چې کله حبيب الله کلکاني واک ته ورسېد، د افغانستان د بيرغ رنګ يې سور، تور او سپين ته بدل کړ. د حبيب الله کلکاني د وخت بيرغ پر افغانستان کې د مغولو دورې بيرغ ته ورته وو.  

وروسته د محمد نادر خان او محمد ظاهر شاه په واکمنيو کې د افغانستان بيرغ درې رنګه شو خو چې کله سردار محمد داود خان کودتا وکړه نو د عمودي پر ځای يې د بيرغ پټې افقي کړې او همدا ډول يې وروستۍ شنه رنګه پټۍ دوه برابره کړه. 

افغانستان کې د غوايي کودتا وروسته د افغانستان د بيرغ رنګ سور او بيا د ببرک کارمل او ډاکټر نجيب الله په واکمينو کې بېرته د امير امان الله خان د دورې وروستۍ يا اوسني بيرغ په ډول شو. کله چې مجاهدين افغانستان ته راغلل نو د ځانونو لپاره يې تور، سپين او شين رنګه بيرغ انتخاب کړ،  خو د طالبانو په راتګ سره د افغانستان د بيرغ رنګ سپين او په منځ کې يې کلمه طيبه لېکل شوې وه. 

واک ته د حامد کرزي په رسېدو سره د افغانستان د بيرغ ډول، رنګ او اندازه په اساسي قانون کې ذکر، چې په درېيو مساوي تورو سور او شين رنګونو کې وټاکل شول.