ډيورڼد کرښه له نن څخه نېږدې ۱۲۷ کاله وړاندې د يوې هوکړې په ترڅ کې د افغانستان د وخت واکمن امير عبدالرحمن خان او بريتانوي هند ترمنځ سره لاسليک شوه. د ډيورڼد هوکړه ليک کې د لوی افغانستان يوه ستره برخه بريتانوي هند ته ورکړل شوه او په بدل کې د ډيورنډ کرښې رادېخوا افغان خاوره کې د بريتانيا لاس وهنې بند او يو شمېر نور امتيازونه يې امیر عبدالرحمن خان ته ورکړل. بريتانوي هند ته د افغان وجود د يوې لويې برخه ورکړه که د وخت اړتيا او مجبوريت وو او که يا هم کوم بل لامل؛ خو په لويه کې ناسور زخم دی چې بايد نه وای تر سره شوی.
د ځينو سندونو اړوند ويل کيږي، چې د امير عبدالرحمن خان او بريتانوي هند ترمنځ د ډيورنډ کرښې هوکړه ليک يوازې د سلو کالونو په موخه وو او په کې لېکل شوي چې سل کاله وروسته به دغه هوکړه ليک لغوه او د ډيورنډ کرښې هغه خوا برخه به بېرته د لوی افغانستان برخه جوړيږي. اوس که چېرې دغه مساله سل کلنه وي نو نېږدې ۲۷ يې د معياد له مودې هم تيريږي.
د کرښې دغه غاړه پښتانه او په لویه کې ډېری افغانان او افغان حکومتونه ادعا کوي چې ډيورنډ کرښه په رسميت نه پېژني او افغان خاورې يې بولي. دوی د يو مطلوب وضعيت منتظر دي او وايي چې دغه خاوره به بېرته د افغان وجود برخه کيږي. د طالبانو په شمول چې هغه وخت يې يو څه ډېر د پاکستان ملاتړ درلود، بيا له هغې وړاندې او وروسته حکومتونو ديورنډ بيا ځلې په رسميت ونه پېژندلو.
که څه هم د ډيورنډ په اړه حساسيتونه اوس هم په اوج کې شتون لري او افغانان يې په رسميت يې نه پېژني، خو تر ډېره ولس او حکومتونو د لوی افغانستان چيغه په رسميت نه پېژندل په شعاري ډول کړي؛ په حقيقت کې يې دغه کرښې ته رسميت ورکړی دی.
په ډيپلماټيکو اصول کې هېڅ هېواد هم د خپل هېواد شته او يا هم جنجالي برخه کې بهرنی سياست نه کوي بلکې يادې برخې يې د کورني يا داخلي سياست برخې وي. کله چې مونږ وايو: لر او بر يو افغان، کله چې وايو د کرښې هغه غاړه افغان ولس دی، کله چې وايو ډيورنډ کرښه رسميت نه لري او کله چې وايو لوی افغانستان به جوړيږي؛ نو بيا پېښاور کې افغان قونسلګري په څه مانا؟ آيا خپل هېواد کې قونسلګري وي؟ که چېرې پېښاور د افغان خاورې برخه وي، نو بيا د خوست، پکتيا، کندهار....... توپير ور سره څه دی؟ يوازينی توپير دا دی چې هغه خاوره باندې راڅخه خيټه اچول شوې ده او نېول شوې ده، نو دا په دې مانا کيږي، چې مونږ هم رسميت ورکړو او قونسلګري په کې جوړه کړو؟ تر ټولو لومړی افغان حکومتونه پر ځان داسې عريضه کړي چې د ډيورنډ هغه غاړه خپله خاوره بولي او بيا يې په خپلې خاورې کې د بهرني هېواد په ډول قونسلګرۍ خلاصې کړې دي. افغانستان دې د اسلام اباد په مرکزيت د پاکستان حکومت په رسميت وپېژني او ډيپلماټيکي اړيکې دي ور سره وساتي، خو خپله خاور کې قونسلګرۍ په دې مانا دي چې زما د وجود بررخه نه بلکې يو بهرنۍ ټوټه ده.
د قونلسګرۍ له موضوع وراېخوا؛ افغان حکومت او ولس د کرښې هغه غاړوه ولسونه افغانان يادوي، نو آيا بيا ولې هلته مېشت افغان کابل، پکتيا، ننګرهار، کندهار، خوست .... نورو ته په ويزې تګ - راتګ کوي. که چېرې حکومت په رېښتا سره د لوی افغانستان پلان لري نو په کار ده چې په امتيازي ډول د ډيورنډ کرښې هغه غاړې بلوڅو او پښتنو ته ويزه نه بلکې په يو بل امتيازي ډول افغانستان ته د تګ - راتګ زمېنه برابره کړي او دوی ته دا احساس ورکړي چې که نن وي او يا هم سبا لوی افغانستان به د دوی کور وي.
کله چې محسن داوړ او علي وزير افغانستان ته د ولسمشر لوړې مراسمو ته راځي او پېښاور کې د افغانستا په قونلسګرۍ کې د افغانستان ويزه ورته ووهل شي، نو دوی په کومه خوله بيا دا ويلی شي چې خپل کور يانې افغانستان ته ځي؟ حکومت کولی شي چې هغه خوا پښتنو ته د ويزې پر ځای داسې يو سېسټم برابر کړي چې هم يې ثبت او رېجسټر وشي خو د نورو هېوادونو له اتباعو سره چې افغانستان ته په ويزې راځي توپير ولري. نو بيا به دا ادعا ثابته شوي وي، چې افغان ولس او حکومت د ډيورنډ هغه خوا خاوره او ولس خپل ګڼي او په سياسي او ډپيلماټيک ډول پر پاکستان غښتلی ګوزار کېدلی شي.
که چېرې افغانستان د خپل موجود وضعيت په کتلو سره د پاکستان د پوځي اقدامات وړتيا اوس مهال ښه نه ګوري، نو لسګونه مدني او سياسي لارې شتون لري، چې نړۍ ته دا وښيي چې ډيورنډ يو تپل شوې او نه منل شوې کرښه ده، چې افغان ولس او حکومت يې په عمل کې د بېرته اخېستو او يا خپلواک پښتونستان ادعا او دوعوه لري.
وروستي