خليلزاد: له افغانستانه د امريکايي پوځيانو وتل د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړې پوري تړلي دي 

روهي (نۍ/۴ د زمري)، د افغانستان د بیا پخلاینې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وايي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل د هغه هوکړې اړوند دي چې طالبانو او امريکا په دوحه کې سره لاسليک کړې ده. 

نوموړي ويلي، "له افغانستان څخه د امریکایي قواو وتل د طالبانو له لوري د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د شرایطو په عملي کولو پورې مشروط دي."

خليلزاد زياته کړې، "د تروریزم سره د مبارزې هڅې، له افغانستان څخه د امریکايي قواو وتل، د افغانانو ترمېنځ د سولې خبرې اترې پيل او د یو جامع اوربند په اړه هوکړه لېک، د طالبانو او امریکا ترمېنځ د سولې د تړون مهم عناصر دي." 

ټاکل شوې وه چې دوحه کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون وروسته تېره مارچ مياشت کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بين الافغاني خبرې پيل شي، خو تر اوسه دا خبرې پيل شوې نه دي.