خلیلزاد: ایران په افغانستان کې د سولې ټینګېدو له هڅو لازم ملاتړ نه کوي

روهي (نۍ/۴ د زمري)، د افغان روغې  جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپلو وروستيو  څرګندونو کې ويلي دي، چې ايران د افغان سولې بهير کې لازمه همکاري نه کوي. 

نوموړي  په واشنګټن کې د افغانستان، ازبکستان او قزاقستان د سفیرانو ترمنځ د امریکا د سولې انستیتوت لخوا جوړې شوي انلاین غونډې ته وویل چې ایران د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو او په افغانستان کې د سولې د یو توافق له رامنځته کېد څخه لازم ملاتړ نه دی کړی. د هغه په خبر چې د دغه کار یو اصلي لامل د ایران او واشنټنګن ترمنځ د اړیکو اوسنی وضعیت دی.

زلمي خليلزاد د ايران د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عراقچي د وروستيو خبرو په غبرګون کې دغه څرګندونې کړې دي. عراقچي تېره اوونۍ سله طلوع نيوز سره په ځانګړې مرکې کې ويلي وو، چې د افغانستان د سولې بهير کې د امريکا په نيت شک لري.