ساپو ډیر وژلې دینه د کونړ غلا محمده باډیل ته مه ځه!

دغه سندره به مو ډیره اوریدلي وي، کیدای شې په دي اړه به ډیرو سره داپوښتني وي چي غلامحمد څوک وو؟، دغه سندره ورپسي ولي ویل شوي ،دا او دي ورته نوري پوښتنې دلته ځوابوم: 

ارواښاد وکیل غلامحمد ساپی د عبدالحکیم اخوندزاده زوۍ او دمولوۍ محمد امین لمسی دی.
 د دوۍ کورنۍ اصلاً دپیج ولسوالۍ وه خو دهغه وخت دځايې ستونزو له امله یې نیکه دنرنګ ولسوالۍ باډیل دري ته راکډه شوی وو.

غلا محمد ساپی په ۱۲۹۳ لمریز لیږدیز کال کي د نرنګ ولسوالۍ اړوند باډیل دره کي نړۍ ته سترګي غړولي دي.

لومړنۍ زده کړې یې دخپلو مشرانو څخه ترلاسه کړي او دنورو زده کړو لپاره کابل ته لاړ او هلته له خواجه عبدالله انصاري لیسې څخه فارغ شو.

دهغه دکړو کارنامو له  جملې څخه یوه هم په خپله کلیواله او عنعنوي ټولنه کښې د هغه له خوا د نجونو د ښوونځي بنسټ کیښودل وو. د کلي د ښونځي لپاره یې خپله شخصي ځمکه وقف کړه او د دولت له مرستې پرته يې د خپلو کلیوالو او ځايي خلکو په مرسته او حشري کارونو له لارې د ښوونځي خونې آبادې کړي.

په ۱۲ او ۱۳ دوره کښې  د افغانستان د ولسي جرګې منتخب وکیل و ټاکل شو (دا مهال ټاکنیزې حوزې د ولسوالیو په بڼه ویشل شوی وې، او ده د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ استازیتوب کاوه چې د هغه مهال څو علاقدارۍ هم د څوکۍ ولسوالۍ په تشکیل کښې شاملې وې).
(ساپو ډیر وژلي دینه  دکونړ غلامحمده باډیل ته مه زه)

سندري لامل:
په دي هکله دوه نظرونه موجود دي لومړي نظر:
دولسي جرګي غړيتوب تر لاسه کولو په هیله د مبارزې او سیالیو کولو پر مهال د ده تیاره فکره سیاسي سیالانو کوښښ و کړ چې هغه و ګواښي تر څو د ده د مثبتې ټاکنیزې سیالی مخه و نیسي، نو سیالانو يې دا شعر چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږي ووایه. 

هغه سندره داسې وه:
ساپو ډیر وژلې دینه د کنړ غلام محمده *** باډیل ته مه ځه
د ده پلویانو بیا د مخالفینو پر وړاندې دا سندره وویله:
د کنړ غلام محمده باډیل ته راشه *** پکښې ډیر و کړه سیالونه.

دوهم نظر بیا داسي دي:
 کله چی په دولسمه دوره کښې  د ولسي جرګي غړي په توګه غلامحمد صافي وټاکل شو ،  نو دهغه وخت سیال یې پر ځمکو حمله وکړه  او ځمکي یې ورله ونیولي، (دځمکو نیولو لپاره یې د سیال دلیل دا و چي ګني غلامحمد صافي تري په پیسو ځان بریالي کړی.)

 په هر صورت کله چي غلامحمد غوښتل دخپلو ځمکو دخلاصون لپاره باډیل ته لاړ شي نود دیوه ملګري له خوا ورته په شوي میلمستیا که دهغه وخت یو کلیوال هنرمند دا سندره چې لا تر اوسه هم د هنرمندانو او هم عامه خلکو په ژبه زمزمه کیږي وویله.

ارواښاد وکیل صاحب د ملي احساس څښتن وه، او ملي خاینین يې نه خوښیدل. له همدې امله يې په ولسي جرګه کښې د ځینو ملي خاینینو لکه دبیلګې په توګه د ببرک کار مل سره په ملي مسایلو شخړې را تلې.

د تعلیم او ښوونې روزنې سره د هغه بې کچې مینه د هغه په ژبه د لاندنیو کلیمو څخه څرګندیږي: کله چې په هیواد کښې د ثور کودتايي رژیم حاکم شو او ملت او ولس د نورو اقشارو تر څنګ يې په ملي او قومي مشرانو هم ډول ډول فشارونه را وستل، نو کله چې د اروا ښاد وکیل صاحب د کورنۍ د غړو د نیولو او بندي کولو ناکامه هڅه تر سره شوه نو هغه هم د خپلې کورنۍ سره یو ځای پاکستان ته کډه کولو ته اړ شو. د ده یوه ځوی ډاکټر فرید صافی ما ته داسې کیسه وکړه:  کله چې مونږ د خپل کور پریښودو ته اړ او د ډیورنډ کرښې سر ته چې د یوه غره په څوکه قرار لري، و رسیدو نو زمونږ اروا ښاد پلار خپلو ځمکو او جایدادونو ته له اشارې وروسته مونږ ته داسې وویل:

ما د دې پر ځای چې خپل اولادونه په خپلو کروندو کښې په کار بوخت کړم، خپله ځمکه مې نورو بزګرانو ته ور کړه چې هغوي پکښې کار و کړي او خپله برخه اجوره تر لاسه کړي. که چیرې ما خپله ځمکه کښې خپل اولادونه په کار بوخت کړي وای نو هغه برخه حاصل چې زما له جایداد څخه د کلي بزګرانو وړه نو هغه به ما ته په کور ګټه پا ته شوی وای. خو ما داسې و نه کړل او دې ګټې ته مې ځکه ارزښت ور نه کړ، چې ما غوښتل په خپلو اولادونو تعلیم و کړم. د دې تر څنګ مې خپل نور کلیوال هم تعلیم ته و هڅول. دا ځکه چې د تعلیم پانګه ماته د ځمکې او جایداد له سرمايې څخه ګټوره او تل پاته ښکاریده. تاسې نن د سر په سترګو ولیدل چې زمونږ ټوله ځمکه له مونږ څخه شاته پاته شوه او مونږ ونه شو کولای هغه له ځانه سره و لیږدوو خو تعلیم هغه پانګه ده چې هیڅوک او هیڅکله هغه له تاسې نه شي اخستلای او تاسې سره د ټول ژوند لپاره د ژوند ملګرې ده او ستاسې د دردونو دوا او ستونزو د حل یواځینۍ وسیله به وي. هوکی هغه رښتیا ویلي وو.

د کډوالۍ پر مهال افغان کمشنرۍ متنفذو افغانانو ته د نقدي امتیاز په بڼه یو څه مرسته کیدله. د وکیل صاحب امتیاز له نور څخه د خپل امتیاز د درې برابره کموالي په اړه پوښتنه وکړه  نو هغه ته د پاکستاني چارواکو له لورې و ویل شول چې دا نور کسان چې له ده څخه زیات امتیاز تر لاسه کوي، هغوی لا له پخوا څخه د دوی سره اړیکې درلودې. له دې نیټې وروسته هغه د دغه امتیاز د اخستلو او تر لاسه کولو څخه لاس په سر شو، ځکه هغه داسې امتیاز تر لاسه کول ځانله عار او ملي خیانت ګاڼه.

ارواښاد وکیل صاحب غلام محمد صافی د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۱۴(د مارچ په پنځمه، ۲۰۱۵) نیټه د ور پیښې ناروغۍ له امله د څه د سل کلنۍ شاو خوا په عمر د هجرت په دیار، د امریکي د متحده ایالاتو په سانفرانسیسکو ایالت کښې خپل روح لوی څښتن تعالی ته وسپاره. کابل ته د هغه د جنازې د را رسیدلو پر مهال د هغه یو شمیر زیاتو مینه والو د هغه د جنازې او جنازې سره مل د هغه ارواښاد د کورنیو د غړو تود هر کلی وکړ. د هغه ارواښاد جنازه د ۱۳۹۳ لمریز لیږدیز کال د حوت د میاشتې په ۲۴ (د مارچ په پنځلسمه، ۲۰۱۵) نیټه په خپله پلرنۍ هدیره، د نرنګ ولسوالۍ په باډيل کلي کښې په ډير درناوي او عزت سره د بې شمیره ګډونوالو په حضور خاورو ته وسپارل شو. 

روح یې ښاد یاد یې تل پاتي