ولس د ملي دسترخوان پرځای؛ اساسي حل لارې ته اړتیا لري

وړمه ورځ ولسي جرګې د ملي دسترخوان طرح چې ۲۴۴ میلیون ډالره ورته ځانګړي شوي و؛ په اکثریت رایو رد کړه. د ولسمشر لومړي مرستیال امرلله صالح د جرګې یاده پرېکړه غندلې او ويلي چې له بېوزلانو څخه د ډوډۍ نیول نه زړورتیا ده نه هنر. صالح پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې نړيوال بانګ یادې پیسې له لوږې سره د مبارزې په موخه ځانګړې کړې وې چې په نورو بنسټيزو پروژو به نه لګول کېږي. دغه راز هغه ويلي ((که دا مسئله د یوې کورنۍ په کچه تمثیل کړو دا معنی لري چې تاسو غواړئ یوې کورنۍ ته چې له لوږې سره لاس او ګرېوان ده قناعت ورکړئ چې ډوډۍ و نه خوري او له خپلې سپما کور اباد کړي؛ وږي ډوډۍ په خوب ويني نه کور.))

ولسي جرګه بیا وایي چې د ملي دسترخوان پروګرام يې د پراخ فساد له امله رد کړی او باید یادې پیسې په بنسټيزو پروژو ولګول شي. څه موده مخکې د وچې ډوډۍ او غنمو په وېش کې هم پراخ فساد شوی و. دغه راز ماليې وزارت تازه ویلي چې د ملي دسترخوان لپاره ۲۸۰ میلیون ډالره په پام کې نیول شوي په داسې حال کې چې ولس ته، له ۲۴۴ میلیون ډالرو خبر ورکړل شوی دی.

په هېواد کې فساد ګڼ عوامل لري او دم کړۍ د نړۍ په کچه د فساد له وجې شپږم ځای لرو. د نړيوالې ټولنې له راتګ سره سم له افغانستان سره میلیونونه ډالره مرسته وشوه؛ خو له بده مرغه په دولت کې محدودې کړۍ  ګټه ترې پورته کړه او په بنسټيزو پروژو په سمه توګه و نه لګول شوه که چېرته په مرسته شویو پیسو، یوازې د برېښنا څو بندونه جوړ شوي وای ډېری هېوادوالو ته به کاري فرصت چمتو و او میلیونونه ډالره ګټه به اوس د دولت په خزانه کې هم پرته وه. دغه راز داسې راپورنه هم شته چې په لوی لاس نړيوالې ټولنې چې په سر کې يې امریکا ده، په افغانستان کې فساد ته زمینه چمتو کړې او خپله يې هم فساد کړی دی او په سيستماتيک ډول يې مرسته شوې پیسې بیرته وړې دي. په هېواد کې له بده مرغه ۵۵ سلنه خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ۹۰ سلنه وګړو سرانه عاید ۲ ډالره دی چې ياد وضعیت ډېر بښنوونکی دی په داسې حال کې چې د افغانستان مدني منابې د څه باندې ۳ ټريلیون ډالرو په ارزښت اټکل شوې خو لا هم افغانان په فقر، بېوزلۍ او لوږه کې ژوند کوي.

نړيوالې ټولنې او افغان دولت له بده مرغه د ولس ستونزې په سمه توګه نه دي حل کړې او لا يې زياتې کړې دي. او د شته ستونزو د حل لپاره يې تل لنډ مهاله حل لارې وړاندې کړې چې ښه بېلګه يې د ملي دسترخوان پروژه ده او وېره شته چې په یاده پروسه کې به مرګونۍ فساد وشي. که څه هم ولسمشر ویلي چې هغه کسان به له پښو ځوړند کړي چې په دې پروسه کې فساد کوي؛ خو د ولسمشر په څنګ کې داسې کسان شته  چې په لوړه کچه يې فساد کړی او تر اوسه هغوی له پښو نه دي ځوړند شوي او حتاً د وزیر، مشاور، معیین او نورو لوړ پوړو چارواکو په توګه پر ولس تحمیل شوي دي!

  ولسې جرګه هم له فساد خالي نه ده او تر ډېره هلته شخصي ګټې پالل کېږي او ځينې داسې کسان په جرګه کې راټول شوي؛ چې له قانون ځان لوړ بولي په همدې دلیل يې د خپلو پانګونو لپاره  یاد ځای غوره کړی او له خپل ولس بې خبره د زرې دروازو تر شا ژوند کوي. هغوی د ولس په ستونزو څه پوهېږي او تر اوسه يې کومه پر ځای حل لاره وړاندې کړې چې شته ستونزې له منځه یوسي!؟ دوی خو له قانون څخه به ناوړه ګټې اخیستنې، عامه نظم ګډوډ کړی او لا يې د ولس  ژوند تریخ او ستونزمن کړی دی.

نړیوال بانګ له لوږې سره د مبارزې په موخه، چې کومې پیسې افغان دولت ته ورکړې؛ که له فساد پرته پر ولس ولګول شي؛ بیا به هم فقر، بېوزلي او لوږه په افغانستان کې له منځه لاړه نه شي او یوازې د څو ورځو لپاره به خلک په بې کیفيتو غذايي موادو نيمه ماړه کړي وروسته به بیا ولس له یادو ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.

 د یادونې ده چې نړیواله ټولنه، له سره نه غواړي چې په افغانستان کې پرمختیايي او بنسټيز کارونه وشي؛ ځکه که داسې وشي افغان ولس له یادې ټولنې بې نیازه کېږي. فقر، بېوزلي، لوږه، بېکاري او سلګونه نورې ستونزې د تل لپاره له منځه ځي او بیا په هېواد کې د دوی فعالیتونو ته اړتیا نه لیدل کېږي. په همدې دلیل هغوی له خپل شتون څخه په افغانستان کې سیاسي، نظامي، اقتصادي او ګڼې نورې ګټې اخلي او افغانانو ته په کم او لنډ مهاله څه قناعت ورکوي.

د ورته او نورو ستونزو لپاره نمایشي حل لارې هېڅکله، ګټورې نه تمامېږي او ولس ته خپله پکار ده چې د ناوړه وضعیت د بدلون لپاره اساسي او بنسټيزه حل لاره ولټوي؛ ترڅو د تل لپاره له شته ستونزو وژغورل شي. دغه راز که ولس پر همداسې حل لارو قناعت وکړي، وېره ده چې شته څه به  له لاسه ورکړي او بیا به پښېماني ګټه و نه لري.